Asset 1SWN

مجاهد: د ا.ا پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت ته پام وکړي

جلیل-عباس-جیلانی-و-محمدشیر-آخوند-1-qhtc9cz7c9xdw5ndflvmpwqs2yiv3q2av9j24zzn9k

د کندهار والي او د ا.ا مشر ته نږدې کس محمدشیرین اخوند د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته تللی دی. که څه هم تر دې مخکې د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ویلي و چې د اسلامي امارت دغه چارواکی به له پاکستاني چارواکو سره د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر موضوع خبرې وکړي، خو د دغه پلاوي تر سفر وروسته دا خبره تایید نه‌شوه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لارې چارې او د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ټینګښت د دغه سفر تر ټولو مهمې موخې وګڼل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار والي د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو برخه کې پر خبرو هوکړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ستونزو ارزول هم هغه موضوعات وو چې په دې کتنه کې پرې خبرې اترې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسانتیاوو برابرول، د امنيتي اندېښنو ارزول او له دې لارې د قاچاق مخنيوی هغه مهم مسایل دي چې محمدشېر اخوند له پاکستاني چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاتوي: «د امنیت برخه کې باید د کرښې امنیت ته ډېر پام وشي. څرنګه چې افغانستان پالیسي لري، اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د هېڅ هېواد پر وړاندې وکارېږي. د تګ‌راتګ برخه کې دې اسانتیاوې برابرې او پر کرښه دې د ځورونې مخه ونیول شي. همدارنګه، وویل شول چې افغانستان یې مخه نیسي او له پاکستانه هم همداسې وغوښتل شول.»

اسلامي امارت او پاکستان داسې مهال د ډیورنډ پر فرضي کرښې د شته ستونزو په اړه خبرې کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ لږترلږه اووه ځله نښتې شوې دي.

دغو نښتو د ځاني مرګ‌ژوبلې تر څنګ، د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو هم منفي اغېزې کړې دي. پاکستان دغه هېواد ته د افغان سوداګريزو توکو پر صادراتو فشارونه زیات کړي او د افغان باروړونکو موټرو پر چلوونکو یې د ويزو اخیستل جبري کړي دي.

په همدې حال کې د سیاسي او امنیتي چارو یوشمېر کارپوهان د سرحدي ستونزو د هواري لپاره د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې اغېزمنې بولي. د امنیتي او سیاسي چارو شنونکي صادق شینواری او عبدالشکور دادرس زیاتوي:

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

«په دغو غونډو کې باید د سیاسي او اقتصادي وضعیت د بدلون لپاره پر خپلمنځي ژمنو عمل وشي.» «خوشحاله په دې یوو چې د ګاونډیانو ترمنځ ستونزې حل شي؛ ځکه د ټولو جګړو او شخړو زیان افغانانو ته رسېږي. موږ خوښ نه یوو چې افغانان یا د پاکستان خلک زیان وویني.»

د یادونې ده چې پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر سره هم‌مهاله په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر اېکس‌پاڼې یوه خبرپاڼه کې د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې د شپږمې غونډې جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام