د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې ډیبورا لاینز مرستیالې مته نودسن ویلي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، لا هم د افغانستان د حکومت وضعیت په یوه ګونګ حالت کې دی.

نوموړې پرون د نړیوالو او اروپا چارو انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال ټينګار وکړ چې د اسلامي امارت مهمې پرېکړې کابینه کې نه؛ بلکې په یوه بل ځای کې نیول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مته نودسن ویلي: «له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، د حکومت وضعیت ګونګ دی. هغه څه چې مونږ لیدلي دا دي چې مهمې پرېکړې کابینه کې نه، بلکې یوه بل ځای کې نیول کېږي.»

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې همداراز د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدو په اړه ویلي چې د دغه توکمیز اقدام اغېزې به په اوږدمهال کې د راتلونکو نسلونو پر سواد خورا پراخې وي او د لوږې او بې‌وزلۍ د ډېرېدو لامل به شي.

د اسلامي امارت دغې پرېکړې ګڼ‌شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل او ګڼ‌شمېر نړیوالو بنسټونو ژر تر ژره د ښوونځیو د بېرته پرانستلو غوښتونکي شول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت بیا ویلي چې په دې اړه د یوې هر اړخیزې طرحې جوړېدو او د مشرتابه هدایت ته په تمه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام