کندهار کې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده په مشري د کابینې درې ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده ناسته کې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د سرپرست حکومت وزیرانو او مسوولانو ته د ادارو کارونو او د اسلامي امارت د پیاوړتیا سربېره، د نظم راوستلو او ستونزو هواري په برخه کې اړینې توصیې او لارښوونې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې  له مخې، په دغه ناسته کې د اسلامي امارت ادارو کې د قوانینو او اجرا، له خلکو سره  تعامل، اقتصادي ستونزو ته د حل لارې موندلو، د اسلامي امارت د ټولو امنیتي منسوبینو راټولونه او په امنیتي ادارو کې یې د ګومارنې او تنظیم په اړه پرېکړې شوې دي.

د اسلامي امارت مشر هېواد کې د لا ښه شریعت د پلي کېدو په پار اړوند ادارو ته ځانګړې لارښوونې سپارلي چې له مخې یې «په ټولنه کې اسلامي احکام په سمه توګه منظم او پلي کېږي او ټول افغانان به د اسلامي احکام تر سیوري لاندې ارامه ژوند کوي.»

د کابینې په یاده ناسته کې د برادر په مشري اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، څو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په کور دننه او بهر کې پانګوال راجلب کړي. په ورته مهال د برښنا تولید، د سړکونو رغولو او کانانو استخراج  لپاره د اسانتیاو پر برابرولو هم ټينګار شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشري کمېسیون ته دنده ورکړل شوې، څو د اداري نظام سمون او د مالي ستونزو هواري په برخه کې اړین اقدمات وکړي او وروسته یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.

پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راټول او درملنه، په هېواد کې د نشه‌يي توکو د پلور او پېر مخنیوی او د دولتي وسلو، موټرو او وسایطو ساتنه هغه نور موارد دي چې مسوولانو ته یې په اړه لارښوونې شوې دي.

د اسلامي امارت مشر ټينګار کړی، که چېرته یې وس او توان درلودی، هرې افغانې ښځې او نارینه ته به یې معاش ټاکلی و؛ ځکه نوموړی د ملت له ستونزو خبر دی. خو د هغه په وینا اوس چې اسلامي امارت له اقتصادي پلوه کمزوری دی، خلک باید له نظام سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د یادې ناستې د جوړېدو موخه د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د اختلافونو حل او په کابینه کې د بدلون ترڅنګ د نړۍ له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه ښودل شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام