Asset 1SWN

سلام وطندار

صالح: تېر کال نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د شمال له لارې قاچاق شوي

Saleh-5-oxbxlu6ssinv7pn4j1fbz4dnf7d34c2hw2tdfmi08c

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، یوازې تېر کال نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د شمال له لارې له هېواده بهر قاچاق شوي دي.

هغه وايي، د سرو زرو او پیسو قاچاق یوه ستره ستونزه ده چې له قانون نه تښتېدونکي کسان او جرمي اقتصاد پیاوړی کوي. د نوموړي په وینا، له هېواده بهر اطلاعاتي سرچینو د هغو کسانو نوملړ دولت ته سپارلی چې تېر کال یې پیسې قاچاق کړې دي.

صالح زیاتوي چې د دولت دنده د قاچاق د دوام مخنیوی دی، نه د تېر کال تصفیه.

نوموړي نن د کابل ښار د امنیت ټینګښت په تړاو پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د لومړۍ حوزې آمر د څو وتلیو سیاسي کسانو له فشار سره مخ شوی، څو هغه سره زر او پیسې چې له قاچاقیانو را ګرځېدلي، بېرته ورکړي. هغه ټینګار کړی چې په دې برخه کې د پولیسو له ټولو منسوبانو دفاع او ملاتړ شوی او د قاچاق مال به د محکمې له حکم پرته بېرته ور نه کړل شي.

په دغه یادښت کې لیکل شوي چې سر له سبا به په کابل ښار کې د موټرو ټول پلورنځي کلابند او وکتل شي.

امرالله صالح وايي چې د مجرمانو تصویرونه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې را ځړېدلي او غلو، لوټمبارانو، باج اخیستونکو، انسان تښتوونکو او له قانون نه تښتېدونکو کسانو جوړ شوی نوملړ د ټولو حوزو په واک کې ورکړل شوی او یوشمېر یې نیول شوي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دغه یادښت په وروستۍ برخه کې لیکل شوي چې داعشیان او د دښمن هغه مبلغان به چې له محراب او جنازې له مراسمو نه ناوړه ګټه اخلي او خلک ناسمې لارې او بغاوت ته هڅوي، په نښه او قانون ته وسپارل شي.

ولسمشر محمداشرف غني په پلازمېنه کې د جنایي جرمونو له زیاتوالي او د کابل ښاریانو د اوسېدونکو له نیوکو وروسته د کابل د امنیت ټینګښت مسوولیت د لنډ مهال لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام