Asset 1SWN

د کابل پر سړکونو د اوبو ډنډونه؛ خلک: کراچي‌وانانو ته پیسې ورکوو چې له اوبو مو تېر کړي

تجمع-آب-2-qdy9d6ig7vraeu6q7c97zwr4xeuwgra9plvhlzrgjs

د کابل ښار د بېلابېلو برخو، لکه د ملي‌بس څلورلارې، د دهن‌باغ څلورلارې، د هوايي ډګر څلوېښت متره سړک، د شاه‌شهید واټ او کارته‌نو اوسېدونکي وايي، په ښار کې د پرون بېګاه بارانونو له کبله ویالې تړل شوي او اوبه کوڅو او سړکونو ته راوتلي او د خلکو او موټرو د تګ‌راتګ مخه یې بنده کړې ده. دوی له مسوولانو غواړي چې دا ستونزه حل کړي.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي چې پر سړکونو د اوبو ډنډوالي اړ کړي چې د تګ‌راتګ پر مهال د لاسي کراچیو چلوونکو ته پیسې ورکړي، څو دوی له اوبو تېر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښاروالي د دویمې ناحیې اوسېدونکی نبي‌الله احمدزی وايي: «کله چې خلک وغواړي د سړک له دې غاړې هغې غاړې ته تېر شي، لاسي کراچیو ته پیسې ورکوي. له تهیه‌ مسکن تر دهن‌باغ څلورلارې پورې په بشپړ ډول تړلې ده او له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې لاره بنده وي. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره تدابیر ونیسي.»

په همدې حال کې د کابل ښاروالي د پنځمې ناحیې اوسېدونکی سیف‌الرحمان وايي: «دلته لاره بنده ده او په کوټه‌سنګي کې هر کال کوچنۍ ویالې تړل کېږي، د اوبو رو نشته او خلک تکلیف دي.»

د دې تر څنګ، په کابل کې د ټکسي یوشمېر چلوونکي وايي، په بېلابېلو سیمو کې د باران اورېدو او پر سړکونو د اوبو ډنډېدو له امله سړکونه او لارې تړل شوي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

یو ټکسي‌چلوونکی فهیم وايي: «د باران اورېدو او پر سړکونو د اوبو ډنډېدو لارې بندې کړي. د تېلو په دې قیمتۍ کې لارې ډېرې بندې وي؛ څوک له سړک نه تېرېدلی نه‌شي او د موټرو ماشینونه ډېری اوبه تېروي چې د ورانۍ لامل یې کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د کابل ښاروالي مسوولان وايي، ټاکل شوې د روان کال پر مهال په ښار کې د ځمکې د سر اوبو د مدیریت لپاره ۱۱ نوي کانالونه جوړ شي. د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي: «کابل ښاروالي په تنظیف ریاست کې یو ځانګړی آمریت لري چې د ځمکې د سر اوبو د مدیریت لپاره ټول کانالونه پاکېږي. کابل ښاروالي سږ کال په خپل نوي پلان کې د جبارخان کانال په ګډون چې د لومړي فاز چارې یې بشپړې شوي او د دویم فاز چارې به یې هم ژر پای ته ورسېږي، یوولس کانالونه په پام کې نیولي. لسګونه نور کانالونه به هم جوړ کړي.»

د یادونې ده چې هر کال په کابل ښار کې د موسمي بارانونو پر مهال د کوچنیو او لویو ویالو اوبه کوڅو او سړکونو ته راوځي او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې سرخوږی جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام