د خوړو نړیواله ورځ؛ اوچا: د هرات زلزله‌ځپلي خوړو ته اړتیا لري

د اوچا د افغانستان څانګې د تلې په څلېرویشتمه، د دوشنبې ورځ د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، دا ورځې داسې مهال را رسېدلې چې پرله‌پسې زلزلو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان لوېدیځ ته ټکانونه ورکړي دي. د اکټوبر شپاړلسمه د خوړو نړیواله ورځ ده.

د کابل پر سړکونو د اوبو ډنډونه؛ خلک: کراچي‌وانانو ته پیسې ورکوو چې له اوبو مو تېر کړي

د کابل ښار د بېلابېلو برخو، لکه د ملي‌بس څلورلارې، د دهن‌باغ څلورلارې، د هوايي ډګر څلوېښت متره سړک، د شاه‌شهید واټ او کارته‌نو اوسېدونکي وايي، په ښار کې د پرون بېګاه بارانونو له کبله ویالې تړل شوي او اوبه کوڅو او سړکونو ته راوتلي او د خلکو او موټرو د تګ‌راتګ مخه یې بنده کړې ده. دوی له مسوولانو غواړي چې دا ستونزه حل کړي.

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ څه باندې ۱۰۰۰ جسدونه تر خاورو لاندې دي

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پر دوام ژغورونکې ډلې وايي چې لاهم څه د باندې ۱۰۰۰ کسانو جسدونه د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

اسراییلي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي او دغه سیمه یې کلابنده کړې ده.