Asset 1SWN

کندهار کې په څه باندې ۲۰میلیونه افغانیو د بیارغونې پروژې پیل شوې

ثثثثثثث

کندهار کې محلي مسوولان وايي چې د دې ولايت د ښاروالي له لوري د ۲۰،۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ښار په بېلابېلو سيمو کې د بیارغوني چاري پیل شوې دي.

د کندهار ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو پروژو کې د کوڅو کانګريټ‌‌آچونه، چريو او سلبونو د جوړونې پروژې شاملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغه پروژو د پلي‌کېدو پرمهال به ۶۰۰۰ فني او غيري فني کارګرو ته د کار زمينه برابره شي.

د سرچينې په وينا، د يادو پروژو چارې به په راتلونکو څولور میاشتو کې بشپړې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هم کندهار کې د ښاروالي په بودیجې او د يو‌شمېر موسسو په مرسته ټول‌ګټې پروژې پلي شوي وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام