د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد له سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي، سرپرست حکومت اماده دی چې هېواد کې د ټاپي پروژې چارې پیل کړي.

نوموړی زیاتوي چې د ټاپي پروژې د امنیت، د ځمکو د استملاک او همداراز د یادې پروژې د پیل اړوند اړین بنسټ‌ییزې اړتیاوې او کارونه په بشپړه توګه چمتو شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، ترکمنستان، پاکستان او هند په وار وار د ټاپي پروژې د چارو پیل خبره کړې، خو تراوسه یې پر خپلو خبرو عمل نه دی کړی.

د ا.ا ویاند همداراز زیاته کړه چې هېواد‌وال د ټاپي پروژې اړوند هېوادونو له لوري د یادې پروژې د کار پیل ته سترګې پر لاره دي.

د ټاپي پروژې نل‌لیکه چې ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري، له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز لېږدوي. د ټاپي نل‌لیکې له ۱۸۱۴ کیلومټره څخه یې ۸۱۶ کیلومټره د هېواد له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ټاپي د ګازو نل‌لیکه د افغانستان د هرات-کندهار لویې په اوږدو کې غځول کېږي او له هغه وروسته د پاکستان د کویټې او ملتان ښارونو له لارې د هند فاضیلکا ښار ته رسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام