Asset 1SWN

ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

9TL42R-highres-1536x1022-1

ننګرهار کې روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دوی زیاتوي چې دغه ولایت کې د کورنیو بې‌وزلي او د توکو لوړې بیې لامل شوي چې ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار د حوزوي روغتون د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکتر سکندر غني سلام‌وطندار ته وویل: «که د پېښو زیاتوالي برخې ته راشو، نو پېښې واقعیت زیاتې شوې دي، یو خو دا ده چې په افغانستان کې د خوراکي توکو نرخونه زیات شوی، بېکاري هم اوج ته رسېدلې، د خلکو اقتصاد ضعیف دی، نو نه‌شي کولای چې ښو خوړو ته لاسرسی ولري.»

په همدې حال کې یوشمېر روغتیاپالان بیا خوارځواکي د ماشومانو لپاره ګواښونکې ناروغي بولي او په وینا یې، کورنۍ باید د خپلو ماشومانو خوړو او تغذیې ته پام وکړي.

دوی زیاتوي چې په پرله‌پسې توګه زېږون، د خلکو بد اقتصادي وضعیت، د ماشوم خوړو ته نه پاملرنه او د ماشومانو د روزنې په برخه کې نه‌پوهاوی هغه لاملونه ګڼي چې له امله یې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېدای شي.

ډاکټر روح‌الله نیازي وویل: «خوارځواکۍ په درې ډوله ده، یو هغه ده چې ماشوم په‌کې ډنګر معلومېږي، دویم دا چې ماشوم په‌کې پړسېدلی وي او درېیم دا چې پړسوب او ډنګروالی دواړه پر یوه وخت په یو ماشوم کې راښکاره شي، دا ناروغي نسبتا خطرناکه او درملنه یې اوږد مهال ته اړتیا لري.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه کورنۍ چې اولادونه یې پر خوارځواکۍ اخته دي، وايي، د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله یې اولادونو ته کافي خواړه نه‌شي برابرولی. دوی له حکومت غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، څو د اقتصادي ستونزو له هوارېدو سره د خوارځواکۍ مخنیوی وشي.

زبیر چې زوی پر خوارځواکۍ اخته شوی، سلام‌وطندار ته وویل: «زما ماشوم پر خوارځواکۍ اخته دی، زه پوهېږم چې د مور د ناسمو خوړو یا سالمو خوړو ته د نه‌لاسرسي له کبله پر دې ناروغي اخته شوی، خو زما دومره وس نشته چې دوی ته سم خواړه برابر کړم، کار نشته، زه له حکومت څخه غوښتنه کوم چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هېواد کې د وزګارتیا څپو خپرېدو سره هم‌مهاله له ختیځ سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د خوړو کمښت او نور لاملونو له امله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام