Asset 1SWN

جوزجان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی

سوءتغذیه-1--qbq2f2iv0v9rragz1z7u9b7ett58x9y6nbi8jhz2bs

جوزجان کې د افغان‌-‌ترک د صحت طفل روغتون مسوولان وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی. د دوی په وینا، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د کورنیو ناسالم خواړه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

د دغه روغتون مرستیال فریدون مرتضی وايي: «د ناروغانو راتلو ته په کتو، سږ کال د تېر هغه په پرتله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو سلنه تر ۲۰ سلنې ډېره شوې ده.» د هغه په خبره، د افغان‌-‌ترک د صحت طفل روغتون ښه امکانات لري او همدا لامل دی چې د جوزجان تر څنګ، د سرپل، فاریاب، بادغیس او بلخ ولایتونو ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وي، د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په یاد روغتون کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدو د مخنیوي او درملنې لپاره پر وخت ورسره مرسته وکړي.

د جوزجان اوسېدونکې ګل‌دسته چې ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته دی او د درملنې لپاره یې د افغا‌-‌ترک د صحت طفل روغتون ته وروړی، وايي: «درې میاشتې کېږي چې خوا یې ګرځي او پر نس‌ناستې اخته دی. پر وخت مو یې درملنه ونه شوای کړای. یوه میاشت په کور کې و او بالاخره اړ شوو او راغلو چې بستر یې کړو.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی حکمت‌الله وايي، د بې‌وزلۍ له کبله یې د خپلې کورنۍ لازمې اړتیاوې نه‌دي پوره کړي او ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. هغه زیاتوي: «زه دوه غبرګوني ماشومان لرم چې د امکاناتو او مالي سرچینو نه لرلو له کبله ونه توانېدم چې څه راوړم. کولر او پکه نشته. پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.»

په همدې حال کې د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم وايي چې په دې وروستیو کې یې د افغان‌-‌ترک د صحت طفل روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د پیاوړتیا خوراکي توکو شاوخوا ۱۹۳ کڅوړې برابرې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه ریاست مرستیال عبدالواسع قیومي زیاتوي: «دغه خوراکي توکي زموږ د مدیریتي او ځینو سیارو ډلو د څارنې له کبله چې په جوزجان کې فعالیت لري، را ټول شوي دي. ۱۹۳ کارتنونه دي چې په رسمي ډول مو د افغان‌‌-‌ترک د صحت طفل روغتون ته سپارلي دي.»

د کورنیو نه پوهاوی او په وروستیو کلونو کې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ کچې لوړېدل لامل شوي چې د پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر زیات شي او یوشمېر هغه د مړینې له ګواښ سره مخامخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام