Asset 1SWN

جوزجان کې د څښاک پاکو اوبو نشتون؛ ماشومان پر ناروغیو اخته شوي

جوزجان

د جوزجان د اقچې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو نشتون له کبله ګڼ‌شمېر ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د اقچې ولسوالي اوسېدونکی حمیدالله مرادي وايي چې یاده ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو نشتون د خلکو روغتیا ګواښي. نوموړي وویل: «که د څښاک پاکې اوبه نه‌ وي، ستونزو سره مخ یوو. ۸۰سلنه خلک اوبو ته لاسرسی نه‌لري او باید دې ستونزو ته رسېدنه وشي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د جوزجان یو‌شمېر مدني فعالان بیا دې ولایت کې د بنسټ‌ییزو پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کوي. مدني فعال زین‌الله فیصل وايي چې دغه ولسوالي کې د پاکو اوبو نشتون، په یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.
هغه وویل: «دې برخه کې زموږ اندېښنه ده او د هر ورځې په تېرېدو سره نوره هم زیاتېږي. د ناپاکو اوبو د څښلو له کبله ماشومانو کې د ناروغیو د ډېروالي خبر ورکړل شوی دی.»

د جوزجان د سیندیزې حوزې ریاست د ځمکې لاندې د اوبو مسوول صدر‌الدین جمالي وايي چې دغه ولایت کې د ځمکې لاندې له اوبو ډېره استفاده لامل شوې چې یاد ولایت کې د اوبو کچه ټيټه شي او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پر یوې جدي ستونزې بدله شي.

نوموړي وویل: «که دغه وضعیت دوام وکړي، تر راتلونکو لسو کلونو به دغه ولایت کې هېڅوک ژوند ونه‌کړي، اوبه وچې دي او که تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي، ژوند کول ممکن نه دي او باید د اوبو لګښت کې سپما وشي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د  ځمکې لاندې د اوبو ډېره استفاده، د اوبو مصرف څخه نه څارنه او تېرو کلونو کې پرله‌پسې وچکالي، لامل شوې چې د جوزجان سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام