شنونکي: د افغانستان په اړه جوړې شوې سیمه‌ييزې او نړیوالې غونډې اغېزناکې نه وې

په تېرو نږدې دوو کلونو کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ګڼ‌شمېر غونډې جوړې شوي، خو تر اوسه په عملي ډول اغېزناکې نه‌دي تمامې شوي.
د ناروې له غونډو پیل تر دوحې پورې چې ټولو کې پر ټول‌شموله حکومت، د بشري حقونو په پام کې نیول او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار شوی، هېڅ غونډه نه‌ده توانېدلې چې اسلامي امارت دغو غوښتنو ته په غاړه اېښودلو اړ کړي.

لغمان کې د «بې‌اسنادو» موټرو د ټولولو کمپاین پیل شو

د لغمان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د یوکیلي «بې‌اسنادو» موټر د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د لغمان د امنیې قومنداني د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز وايي چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې دغه کمپاین پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو پلاوي افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی

د افغانستان لپاره په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ او یاد سازمان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د تبعیض کاري ډلې رییسې دو روټي استراداتانک افغانستان ته د بشري حقونو وضعیت په اړه د خپل وروستي سفر موندنې جېنوا کې د دې ټولنې دفتر ته وړاندې کړې دي.

پنجشېر کې د «۳۵» ښوونځیو د بیارغونې چارې پیلېږي

د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې سږکال به دغه ولایت کې د «۳۵» ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل کړي. د پنجشېر د پوهنې رییس غلام‌ایشان حماس نن شنبه د غويي ۱۶مه ویلي، ټاکل شوې چې دغه ښوونځي به د یاد ولایت مرکز سربېره په ټولو ولسوالیو کې بیاورغول شي. پنجشېر کې د دغو ښوونځیو د بیارغونې چارې به د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته پیل شي.

ناپېژنده وسله‌والو بغلان کې یو کس وژلی

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د بغلان د امنیې قومنداني د مطبوعاتو مسوول شېراحمد برهاني سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د یاد ولایت د نهرین ولسوالي «حافظ بچه» سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو د نورالدین په نوم کس وژلی دی.

د هند ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې چینای سوپر کنګز له ممبی انډیینز او دویمه لوبه کې ډیلي کپېټلز له رویل چلنجرز بنګلور سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د چینای او ممبی لوبډلو ترمنځ سیالي نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د چینای په «ام‌اې چېډامبارام» لوبغالي کې ترسره شي.