Asset 1SWN

پنجشېر کې د «۳۵» ښوونځیو د بیارغونې چارې پیلېږي

Panjshir-shutol

د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې سږکال به دغه ولایت کې د «۳۵» ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل کړي.

د پنجشېر د پوهنې رییس غلام‌ایشان حماس نن شنبه د غويي ۱۶مه ویلي، ټاکل شوې چې د دغو ښوونځیو د بیارغونې چارې به د یاد ولایت مرکز سربېره په ټولو ولسوالیو کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو ښوونځیو د بیارغونې ټوولییز لګښت څه باندې ۱۷ میلیونه افغانۍ کېږي چې د پوهنې وزارت له پراختیايي پروژې به ورکړل شي. پنجشېر کې د دغو ښوونځیو د بیارغونې چارې به د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته پیل شي.

بل‌خوا د پنجشېر د پوهنې ریاست د تاسیساتو د بیارغونې څانګې عمومي مدیر حنیف‌الله تسکین بیا وايي چې د یاد ښوونځیو په اړه له تخنیکي سروې وروسته معلومه شوه چې بیارغونې ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پنجشېر کې داسې مهال د ۳۵ ښوونځیو د وانیو د بیارغونې چارې پیلېږي چې لا هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي او تراوسه د ښوونځیو ودانۍ نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام