Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

358112

د هند کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې چینای سوپر کنګز له ممبی انډیینز او دویمه لوبه کې ډیلي کپېټلز له رویل چلنجرز بنګلور سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د چینای او ممبی لوبډلو ترمنځ سیالي نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د چینای په «ام‌اې چېډامبارام» لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نن ورځې دویمه لوبه کې به رویل چلنجرز بنګلور او ډیلي کپېټلز د ډیلي په اروون جاېټلي لوبغالي کې ۶:۳۰ بجې سره مخ شي.

چینای لوبډله چې دا مهال د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په درېیم ځای کې شتون لري، له ممبی سره په وروستیو کړیو پنځو سیالیو کې یې درې ځله بریا خپله کړې او دوه ځلې له ماتې سره مخ شوې ده.

چینای سوپر کنګز روان لیګ کې خپلې وروستیو پنځو سیالیو کې دوه لوبې ګټلي، یوه مساوي شوې او دوه یې بیا بایللي دي.

ممبی انډیینز لوبډله چې یاد لیګ کې یې وروستۍ دوه لوبې وګټلې، دا مهال ښه ځلېږي چې له نهو سیالیو څخه یې پنځه ګټلي، څلور یې بایللي او جدول کې شپږم ځای لري.

رویل چلنجرز بنګلور بیا دا مهال د جدول په پنځم ځای کې شتون لري او له نهو سیالیو څخه یې پنځه ګټلي، څلور یې بایللي او د مخته تلو لپاره لا هم چانس لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ډیلي کپېټلز لوبډله چې نن ماښام به له بنګلور سره ولوبېږي، تراوسه یې یاد لیګ کې یوازې درې لوبې ګټلي او پنځه یې بایللي دي. دغه لوبډله د جدول په وروستي ځای کې شتون لري او مخته تګ یې ستونزمن دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام