Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه سیالۍ کېږي

358986

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پې‌اېل سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې لکناو سوپر جاینټز به چینای سوپر کنګز او پنجاب کنګز به له ممبی انډیینز لوبډلې سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې د چینای او لکناو لوبډلو ترمنځ سیالي نن ورځ ۲:۳۰ بجې پیل شي او د پنجاب او ممبی انډیینز ترمنځ لوبه به ۶:۳۰ بجې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای سوپر کنګز چې دا مهال د اي‌‌پي‌اېل لیګ د جدول په څلورم ځای کې شتون لري، له خپلو کړیو نهو سیالیو څخه یې پنځه ګټلي او څلور یې بایللي دي.

لکناو سوپر جاینټز هم له نهو سیالیو پنځه ګټلي، څلور لوبو کې یې ماته خوړلې او د «رنز رېټ» له امله درېیم ځای کې شتون لري.

بل‌خوا د نن ماښام لوبه کې به ممبی انډیینز له پنجاب سره لوبه وکړي. ممبی لوبډله چې په وروستیو لوبو کې ښه ځلېدلې او پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې.

پنجاب کنګز هم خپله تېره لوبه کې چینای سوپر کنګز له ماتې سره مخ کړ او د روان لیګ جدول کې یې خپل دریځ لا پیاوړی کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ سیالي کې ډیلي کپېټلز لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ګوجرات ټایټنز ته ماته ورکړه. ګوجرات ټایټنز دا مهال د جدول په سر کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام