Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن ګوجرات له ډیلي سره لوبه کوي

358827

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ماښام د یاد لیګ د جدول د سر لوبډله ګوجرات ټایټنز د جدول له پای لوبډلې ډيلي کپېټلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د احمداباد په نرېندرا مودي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګوجرات ټایټنز لوبډلې تراوسه په روان ای‌پي‌اېل لیګ کې اته لوبې کړي چې شپږو سیالیو کې یې بریال ترلاسه کړې، دوه یې بایللي او په ۱۲ امتیازونو سره د جدول په لومړي ځای کې شتون لري.

افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد د ګوجرات ټایټنز لپاره په وروستیو سیالیو کې ښکلې لوبې کړي او تر ډېره یې د یادې لوبډلې بریا کې مهم رول لوبولی دی.

بل‌خوا ډیلي کپېټلز لوبډله چې د جدول په وروستي ځای کې شتون لري او د ای‌پي‌اېل لیګ نیمه پای‌لوبو ته د تلو هیلې یې تقریبا مړې شوي، له خپلو کړیو اتو سیالیو څخه یې یوازې دوه لوبې ګټلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ای‌پې‌اېل لیګ په بېګانۍ په زړه پورې لوبه کې چې له نندارو او لفظي شخړو ډکه وه، بنګلور لوبډلې لکناو سوپر جاینټز ته په خپل کور سخته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام