Asset 1SWN

چینای سوپر کنګز نن ای‌پي‌اېل لیګ کې له راجستان رویلز سره لوبه کوي

357956

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن پنج‌شنبه د اپرېل ۲۷مه چینای سوپر کنګز له راجستان رویلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د جېپور «ساوای من‌سنګ» لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

چینای سوپر کنګز د مهندرسنګ ډوهني په لوبډلمشرۍ کې د روان ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په لومړي ځای کې شتون لري او راجستان رویلز بیا دا مهال د جدول درېیم ځای کې دی.

چینای ای‌پي‌اېل لیګ کې تر دا مهاله اووه لوبې کړي، پنځه یې ګټلي او دوه یې بایللي چې راجستان بیا له اوو سیالیو څلور ګټلي او درې یې بایللي دي.

د چینای سوپر کنګز او راجستان رویلز کرېکت لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې څلور ځلې راجستان او یوازې یو وار چینای بریا خپله کړې ده. په وروستۍ لوبه کې چې روان لیګ د اپرېل په ۱۲مه وشوه، راجستان رویلز لوبډلې په درېوو منډو چینای ته ماته ورکړه.

د چینای سوپر کنګز لوبډلمشر مهندرسنګ ډوهني او د راجستان رویلز لوبغاړي له لوبې وروسته .

خو راجستان رویلز لوبډله په وروستیو لوبو کې له ستونزو سره مخ ده او روان لیګ کې یې خپلې وروستۍ دوه پرله‌پسې لوبې بایللي او چینای بیا وروستیو درېوو لوبو کې بریا خپله کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه لیګ په بېګانۍ لوبه کې کلکته نایټ‌راډرز لوبډلې رویل چلنجر بنګلور ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه. دغه لوبه کې کلکتې لوبډلې بنګلور ته د ۲۰۱ منډو هدف ورکړی و چې بنګلور لوبډلې یوازې ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام