Asset 1SWN

نیوزیلنډ درېمه شل اووره لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه

366581

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د څلور شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۷۴ منډو ماته ورکړه.

د نیوزیلنډ په دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د څلور شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ د انګلستان په ګټه روانه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې لوبه کې نیوزیلنډ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو شلو اورونو کې انګلستان ته د ۲۰۳ منډو هدف ټاکلی و چې انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې فېن الن ۸۳ او ګلېن فلېپس ۶۹ زیاتې منډې جوړې کړې. کایل جیمیسن او اېش سوډي د نیوزیلنډ لپاره درې درې وېکټې ترلاسه کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې او وروستۍ شل اووره لوبه به سبا د سپټمبر پنځمه په ناټېنګم کې ترسره شي.

د انګلستان  کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې په لومړیو دوو شل اووره سیالیو کې بریا خپله کړې او د نیوزیلنډ دې بریا سره د شل اووره لوبو روانه لوبلړۍ ۲-۱ شوه.

که نیوزیلنډ وروستۍ شل اووره لوبه کې بریا خپله کړي، دغه لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته ورسېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له شل اووره سیالیو وروسته به دواړه لوبډلې د څلور نړیوال یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ هم وکړي چې د روانې سپټمبر میاشتې په اتمه جمعه ورځ پیل او د سپټمبر تر ۱۵مې به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام