د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو سیالیو په لړ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

دواړه لوبډلې اسیا کپ څخه بهر شوي او دغه لوبه یوازې تشریفاتي بڼه لري. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان او هند دواړو په روان پړاو کې له پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماتې خوړلې دي.

که څه هم افغانستان بېګاه د افغانستان پروړاندې زړه راښکوونکې سیالي وکړه او د لوبې تر وروستیو داسې انګېرل کېده چې افغانستان به یې ګټونکی وي، خو په وروستي اوور کې د پاکستاني توپوهونکي نسیم شاه دوو شپږیزو دغه لوبډله بریا ته ورسوله.

د اسیا کپ په روان پړاو کې سبا سریلانکا او پاکستان سره ولوبېږي او له هغه وروسته به د یاد کپ په پایلوبه کې هم سره لوبه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

 د اسیا کپ پایلوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام