حکومت د متحده اماراتو یوه شرکت سره د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد لاسلیک کړ

د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.

کابل کې د ا.ا د غړیو له لوري د بې‌اسناده موټرو ګرځېدو خلک اندېښمن کړي

یو‌شمېر کابل ښاریان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ښار کې یو کلي او بې‌ اسناده موټر زیات شوي چې د خلکو اندېښنې یې هم راپارولي دي.

 دوی زیاتوي چې دغه موټر تر ډېره د اسلامي امارت پورې تړلو کسانو له لوري چلول کېږي چې ټرافیکي قوانین نه مراعتوي او ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل هم شوي دي.

پروان کې د جبل‌السراج شاهي ارګ د ا.ا د ځواکونو په پوځي مرکز بدل شوی

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پروان کې د جبل‌سراج شاهي ارګ په یوه پوځي مرکز بدل شوی دی. د سیاحت دغه تاریخي ځای کې د اسلامي امارت د ځواکونو حضور د پروان فرهنګ‌پال اندېښمن کړي دي. پروان کې شاعر عبدالواحد عایل شب‌روز سلام‌وطندار ته وايي چې فرهنګي او توریستي ځایونه باید د سیلانیانو لپاره وي، نه دا چې په پوځي مرکز بدل شي.

افغانستان نن اسیا کپ کې له هند سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو سیالیو په لړ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. دواړه لوبډلې اسیا کپ څخه بهر شوي او دغه لوبه یوازې تشریفاتي بڼه لري. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي. افغانستان او هند دواړو په روان پړاو کې له پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماتې خوړلې دي.