د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.

خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن پنجشنبه د اماراتو «ګاک» شرکت سره تازه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې یاد شرکت د افغانستان په فضا کې الوتکو ته د لارښوونې خدمتونه وړاندې کوي، د هوايي ډګرونو تجهیزات به رغوي او افغان کارکوونکي به په مسلکي ډول روزي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر د دغه قرارداد د لاسلیک غونډه کې وویل، دغه قرارداد د افغانستان اقتصادي پرمختګ په موخه لاسلیکوي او په خبره به یې، افغانستان ته به نړیوالې الوتنې هم پیل شي.

د دغه پروګرام وخت لس کاله دی چې چارواکي یې د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو لپاره د لارښوونو معیاري کولو په برخه کې مهم بولي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام‌جیلاني وفا وايي، د دغه قرارداد له مخې به تر پنځم کال پورې د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو ټول عواید د «ګاک» شرکت اخلي او پاتې پنځو کلونو کې به له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو عواید د ګاک او افغان حکومت ترمنځ د سلنې پر بنسټ ووېشل شي.

پر دې سربېره، د ګاک شرکت مسوولان وايي چې دغه شرکت د قرارداد پر بنسټ، هوايي ډګرونو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د «ګاک» شرکت رییس ابراهیم معروفي

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د ګاک شرکت مسوول ابراهیم معروفي د هوايي چلند په برخه کې د افغانستان د مسلکي پرسونل پر ځان بسیاینې لپاره د هڅو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې افغان کارکوونکو ته به نړیوال سرټیفېکېټونه ورکړي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر دې وړاندې د ځمکنیو خدمتونو وړاندې کولو او د هېواد د هوايي ډګرونو د امنیت ټینګښت په برخه کې د متحده عربي اماراتو شرکت سره دوه بېل قراردادونه هم لاسلیک کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام