د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌ اوغلو وايي، ښايي ترکیه له متحده اماراتو او قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر مدیریت کړي. هغه له ترکیې صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې له اسلامي امارت سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه تراوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، مخکې له دې چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړي، د کابل د هوایي ډګر د پوځي برخې مشري د ترکیې هېواد په غاړه وه. هغه زیاته کړې، خو د کابل هوایي ډګر ملکي برخې مدیریت د یونیم کال لپاره اماراتي شرکت مخته وړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې هېواد یې له قطر سره هوکړې ته رسېدلی او په دې وروستیو کې یو تخنیکي پلاوی له قطر سره د همغږۍ په موخه دوحې ته تللی او دغه پلاوي کابل ته هم سفر کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې بېلابېل هېوادونه په دې برخه کې وړاندیزونه کوي. هغه ټینګار کړی چې د ابوظبي ولیعهد تېره میاشت ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د کابل د هوايي ډګر په مدیریت کې د ونډې موضوع مطرح کړې وه، خو تر اوسه  په دې اړه کوم مشخص وړاندیز نه دی شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په ​​وينا، له هوکړې وروسته به دغه پنځه هوايي ډګرونه، د ترکيې، قطر او متحده عربي اماراتو له‌خوا په ګډه مدیریت شي. تر دې مخکې داسې خبرونه خپاره شول چې قطر او ترکیه له اسلامي امارت سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه هوکړې ته رسېدلي، خو مولود چاوش اوغلو دا خبره رد کړې.

افغانستان دا مهال په کابل او بلخ، کندهار، هرات او خوست ولایتونو کې پنځه نړیوال هوايي ډګرونه لري. ترکیې هېواد مخکې هم ویلي و چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوکړې په صورت کې به د افغانستان نړیوال هوايي ډګرونه مدیریت او امنیت یې تامین کړي.

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو او د اسلامي امارت واکنېدو سره، له هوايي ډګرونو د عادي الوتنو بهیر په ټپه درېدلی او تر اوسه دغه بهیر پخواني حالت ته نه دی راغلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام