په وروستیو څو کلونو کې ګڼ‌شمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېک‌مرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.

ډېری دغه ځوانان بهرنیو هېوادو ته له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کوي چې پر دې لارو ځينې یې د مرګ خوراک او هغه چې ژوندي پاتې کېږي له درده ډکې کیسې لري چې اورېدل یې زړه غواړي.

 معلوم منزل ته پر نامعلومو لارو تلونکی افغان کډوال شمس‌الله احمدزی له قانوني اسناد پرته د نامنظمې کډوالۍ هغه ښکار شوی ځوان دی چې د یوې ښې راتلونکې او د کورنۍ د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یې اروپايي هېوادو ته پر قاچاقي لارو د تلو نیت کړی و، خو له دې ناخبره چې بخت به یې دی د نامنظې کډوالۍ پر کړاونو ور برابر کړي. هغه چې په یوه دولتي ښوونځي کې د انګلیسي ژبې ښوونکی و، دوه میاشتې وړاندې یې د اقتصادي ستونزو او یوې ښې راتلونکې لپاره د اروپا پر تکل له قانوني اسنادو پرته نامنظمې کډوالۍ ته ملا وتړله. هغه وایي، پر دې لارو یې داسې ستونزې ګاللي چې د یادولو پر مهال یې ستونی وچ او ژبه یې ودرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شمس‌الله احمدزی چې اوس بېرته هېواد ته راستون شوی د هغې شېبې کیسه کوي چې د ایران او ترکیې پولې ته څېرمه، د ترکیې پولیسو له لوري غلو ته ورسپارل شوی او هغوی هم د دوی پر سر په خپلو کې په شخړه شوي. نوموړی وایي، د هغې شېبې وېره یې لاتراوسه په زړه کې پاتې او هېرول یې ورته ګران دي.

هغه وایي: « ټولو غلو پر مونږ باندې لکه وحشي لېوانو غوندې حمله وکړه، پر مونږ یې جنګ وو او په فارسي ژبه به یې ویل چې «این مالي منه» همدې وخت کې مونږ بېرته وتښتېدو د ترکیې دروازې په طرف د ګمرک لاره وه، دلته د ترکیې عسکر دزې وکړې چې مونږ بېرته په شاه شو. هماغه و چې غلو بوتلو وهل او ټکول پیسې راباندې حواله کړې. ماته یې ویل چې کور ته دې زنګ ووهه او کور ته زنګ نه وهه، فشار یې راباندې راوسته او ۲۰۰ سوه ډالر مې له کور څخه ورته را وغوښتل. او بېرته یې خوشې کړمه.»

شمس‌الله احمدزی چې په هېواد کې دننه د ناخوالو او ټولنیزې بې عدالتۍ له امله د یوې ښې راتلونکې په هیله له قانوني اسنادو پرته د کډوالۍ لار غوره کړې وه وایي، پر دې لار یې داسې کړاونه او بې عدالتۍ ولېدې چې له ژوند څخه یې ناهلی کړ.

هغه وایي: «وې وهو او وې ټکولو، پوستې ته یې بوتلو مونږ باندې به یې کار کاوه او خټې به یې رباندې کولې او د پېرې لپاره به یې راباندې ځایونه جوړول، د کار پر سر به یې هم وهلو او د ورخې به یې دومره ډوډۍ را کوله چې ژوندی پرې پاټې شو. هر کله به یې چې ۵-۶ کسان خوشې کول په وهلو او ټکولو به یې خوشې کول. چامپرونه به یې رتې اخیستل مانه یې خپله هم موبایل واخیسته، او په وینه یې لت پت کړو.

له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ له شمس‌الله احمدزي څخه د ژوند هر څه  واخېستل، خو بختور په دې دی چې  د مرګ له خولې بېرته ژوندی را ګرځېدلی.

د نوموړي کورنۍ وایي، خوشحاله دي چې شمس‌الله ژوندی خپل کور ته راستون شوی، خو اندېښنه ښایي چې د هېواد روان کړکېچ او ورځ تر بلې د وزګارتیا پراخېدل به یې یوځل بیا پر دې لارو ور برابر کړي.

 د شمس‌الله احمدزي مشر ورور ممتاز احمدزی وایي: « خوشحاله یم چې ورور مې بېرته را وګرځېد، مونږ ده ته ډېر په اندېښنه کې وو چې خدای مه کړه څه پرې و نه شي، اوس مو وېره دا ده چې بیا پر دغو لارو اروپا ته لاړ نه شي، ځکه اوس بې‌کاره دی او دنده یې هم له لاسه تللې.»



دا یوازې شمس‌الله احمدزي نه دی چې د ښه ژوند په هیله يې د نامنظمې کډوالۍ لوړې او ژورې تجربه کړي، بلکې ګڼ شمېر نور ځوانان هم ورته برخلیک سره مخ کیږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د هغو کسانو لپاره چې له قانوني اسنادو پرته بهرنیو هېوادو ته سفر کوي بېلا بېل پروګرامونه لري، چې د رسنیو او مجازي شبکو له لارې خپریږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وایي، د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونو کې په نامنظمه کډوالۍ تلونکو کسانو ته د دغه سفر خطرونو په اړه مالومات ورکوي، چې ځینو مواردو کې یې افغان ځوانان د تلو له هوډ څخه را ګرځولی، څو خپل وطن کې پاتې شي.

«د کډوالو چارو وزارت د عامه پوهاوي په برخه کې یو لړ پروګرامونه درلودل. او مونږ هڅه کړې چې د هېوادوالو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو، او داسې یو حالت رامنځ ته کړو چې زمونږ ملت په ځانګړې توګه هغه ځوانان چې نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي باید په دې پوه شي چې د دغه راز کډوالۍ پایله د رواني ستونزو ځان اخته کول دي. مونږ په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی.»

شمس‌الله احمدزی له حکومت څخه غواړي چې  په کور دننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو د ده په څېر نور هغه کسان چې د وزګارتیا او یاهم د اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له کبله اړ نه شي چې له قانوني اسنادو پرته بهرنیو هېواد ته پر قاچاقي لارو سفر وکړي. ځکه د نوموړي په وینا، نامنظمه کډوالي او پر قاچاقي لارو سفر کول ډېرو کمو کسانو ته د بیا ژوند کولو فرصت ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام