عبدالمعذ نومېږي او په اصل کې د غور د مرغاب سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، ۱۳ کلن و چې افغانستان یې د بې‌وزلۍ او فقر له کبله د ایران په مقصد پرېښود.

نوموړي په ایران کې له پاتې کېدو او له یوې ایرانۍ نجلۍ سره تر واده وروسته فکر کاوه چې خپلو هیلو ته رسېدلی دی.

خو اوس چې له ۱۵ کاله کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شوی وايي، په زلمیتوب کې د قاچاقيانو له لوري تېر ایستل شو او په دې هیله ایران ته لاړ چې ویل کېده، هلته به شتمن او د پیسو خاوند شي.

عبدالمعذ په ایران کې د خپلې کډوالۍ ترخې خاطري بیانوي او وايي، سره له دې چې ایرانیانو د افغان کارګرو حقوق نه ورکول، بلکې سپکاوی یې کاوه او د افغانانو په وهلو یې لاس پورې کاوه.

د شقایق په نوم د عبدالمعذ ایرانۍ مېرمن چې اوسمهال د خپل افغان خاوند د برګر پلورنځي ترڅنګ سینګارتون لري وايي، افغانستان ته له راتګ وړاندې یې تل د جګړو او تاوتریخوالي په اړه اورېدلي وو، خو اوس برعکس افغانستان کې له خپله کاره خوشاله ده.

سره له دې چې شقایق د افغانستان له خلکو او فرهنګ سره ډېره بلده نه ده، خو وايي، خلک دې ته د سینګارتون او مېړه ته یې د برګر پلورنې له کبله د مرګ ګواښونه کوي او وايي، له دې کاره باید لاس واخلي.

عبدالمعذ او شقایق هیله لري چې وکولای شي په غور ولایت کې د ځان او خپلو اولادونو لپاره روښانه راتلونکې او ښه ژوند جوړ کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام