د کډوالۍ ښکارنده د بشر په برخلیک او تېر وخت پورې تړلې، خو په خلکو کې د سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او نورو بدلونونو پر اساس توپیر کوي.
که په تېرو وختونو کې د کډوالۍ موضوع یوازې په اجباري کډوالۍ او د جګړې ګواښونو او ننګونو پورې تړلې وه، خو اوس پرې د زدهکړو او کاري اسانتیاوو نه موجودیت په څېر لاملونه هم ور زیات شوي دي.
ضمیر هغه افغان زدهکړیال دی چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د زدهکړو دوام لپاره هند هېواد غوره کوي.
ضمیر په ۱۳۹۴ کال کې له ښوونځي نه تر فارغېدو وروسته پوهنتون ته د لارې موندلو لپاره په کانکور ازموینه کې ګډون کوي او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو پوهنځي ته لاره پیدا کوي، خو دا چې دغه څانګه یې نه خوښېږي، لا ډېرې هڅې کوي چې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې زدهکړو ته دوام ورکړي.
روزګار بیا هم ضمیر اړ باسي چې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم په پوهنځي کې درې سمستره درس ولولي، مګر یوه ورځ پرېکړه کوي چې له هېواده بهر د خپلې خوښې وړ څانګه کې زدهکړې وکړي.
هغه له ډېرو هڅو وروسته د هند هېواد تحصیلي بورس ته بریالی کېږي.
ضمیر اوس د هند په بنګلور دولتي پوهنتون کې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې زدهکړې کوي.
هغه وايي، په یاد پوهنتون کې یو تکړه زدهکړیال دی او په وینا یې، د بورسیې له لارې هره میاشت ۲۳ زره هندۍ کلدارې ورکوي چې د کور پر کرایه، ژوند او زدهکړو یې لګوي.
په همدې حال کې د لوړو زدهکړو وزارت ویاند عزیزاحمد اوریاخېل منظمه کډوالي د زدهکړو لپاره تر ټولو ښه ټاکنه بولي او وايي، اوس په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۲۵ زره افغان زدهکړیالان لوړې زدهکړې کوي.
د هغه په وینا، د هغو زدهکړیالانو شمېر چې د بورس له لارې له هېواده بهر ځي، هر کال بدلون کوي او په هغو بورسونو پورې تړاو لري چې بېلابېل هېوادونه یې افغان زدهکړیالانو ته ورکوي.
په ورته وخت کې د کډوالۍ د مالوماتي مرکز سلاکاره فرېحه جبارخېل د کډوالۍ لارو په اړه وايي، دغه مرکز هغو کسانو ته چې د کډوالۍ موخه لري، بېلابېل مالومات ورکوي چې کاري، لنډمهاله کورسونه او تحصیلي بورسیې پهکې شاملېږي.
مېرمن جبارخېله وايي، په نامنظمه کډوالي کې ډېرې پېښې کېږي او زیات وخت هم نیسي.
د هغې په وینا، کوم کسان چې هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره په نامنظمو لارو سفر کوي، سره له دې چې له شل تر دېرش زرو پورې ډالر یې لګېږي، خو موخې ته نه رسېږي او که ورسېږي هم، بېرته خپل هېواد ته راګرځول کېږي.
خو کوم کسان چې منظمه کډوالي کوي، په همدغو پیسو له کډوالۍ سربېره کولای شي خپلې زدهکړې هم وکړي.