په وروستیو کلونو کې ګڼ‌شمېر افغان ځوانان د بې‌کارۍ، ناامنیو او د ولور پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته په نامنظمه کډوالي روانېږي، څو هغه خیالي ژوند ته چې د قاچاقیانو له لوري ورته هڅول کېږي، ورسېږي.

نعمت‌الله په جوزجان کې د لسګونو هغو ځوانانو له ډلې یو دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره نامنظمه کډوالي کوي او په ستونزمنو لارو ایران ته روانېږي، خو د لارې په اوږدو کې دی او درې ملګري یې د قاچاقیانو له لوري په صحرايي غلو پلورل کېږي.

غله هم د پیسو ترلاسه کولو پورې دوی شکنجه کوي او له یوه ځای نه یې بل ځای ته لېږدوي. نعمت‌الله وايي، قاچاقیانو به د پیسو لپاره په وسلو او چاکوانو وهلو او که چا به ور نه کړې، ان ګوتې او غوږونه به یې ور پرې کول.

نعمت‌الله وايي، په لاره کې یې ډېرې ستونزې ګاللي، ان تر دې چې ځینې ځوانان ایران ته د رسېدو پر لارې له غرونو ښکته غورځېدلي او له منځه تللي او هډوکي یې هم په تېږو کې خاورې شوي دي.

هغه باور لري چې په ایران کې به هوسا ژوند ته ورسېږي، خپل او د خپلې کورنۍ ټول شته به موخې ته د رسېدو لپاره پلوري، خو کیسه معکوسه ده او د ډېرو ستونزو او سختیو له ګاللو سره سره بیا هم نه یوازې خپلې موخې ته نه شي رسېدلی، بلکې خالي لاس بېرته هېواد ته را ستنېږي.

د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالمالک رستمي سلام‌وطندار ته ویلي، له ایران او پاکستان نه هغو تازه را ګرځېدلو کډوالو ته چې د کډوالۍ ټکټونه لري، د همکاره دفترونو په مرسته لاسرسی کوي.

د هغه په وینا، له ایران او پاکستان نه را ستانه شویو ۱۲۷ کورنیو ته یې د هرې کورنۍ پر سر ۱۸ زره افغانۍ نغدې پیسې او ۴۴۰ نورو کورنیو ته یې د هرې کورنۍ پر سر ۵۰۰ امریکايي ډالره ورکړي، څو ځانونو ته پرې د اوسېدو ځای برابر کړي.

د کډوالو د مالوماتي مرکز همغږی کوونکی سید شېرحسین هنریار سلام‌وطندار ته ویلي، دغه اداره د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه په پام کې لري، خو په وینا یې، د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم دغه بهیر په انلاین بڼه پر مخ وړي.

هنریار زیاتوي، له هرې ممکنه لارې هڅې کوي چې افغانانو ته د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو په اړه پوهاوی ورکړي، څو د ناقانوني کډوالۍ مخه ونیسي.

هر کال زرګونه افغان ځوانان غوره او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره ایران او ورپسې اروپايي هېوادونو ته روانېږي، خو زیاتره دغه کسان د لارې په اوږدو کې د انساني قاچاقیانو او غلو لاس ته ورځي.

د نامنظمې کډوالۍ پر مهال ځینو مواردو کې یو شمېر ځوانان ان په غرونو، ځنګلونو او دښتونو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام