محمد ایوب جان چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی تېر کال ایران ته د مزدورۍ لپاره په قاچاقي لارو تللی و او اوس خوشاله دی چې بېرته ژوندی راستون شوی دی.

نوموړی وايي، ملګرو به د فېسبوک له لارې د ایران ښایسته عکسونه ورلېږل او په دې سره یې قانع کړی و چې ایران ته د ورتګ لپاره یوه قاچاقي سره اړیکه کې شي.

محمد ایوب‌جان وايي، لومړی کابل ته لاړ او له هغه ځایه د قاچاقچي په لارښوونه د نیمروز ولایت غرونه ته ورسېد چې په خبره یې ۴۰۰ افغانان په لاره کې ورسره وو.

د نوموړي په وینا، ایران ته پر لاره یې د تندې له کبله دوو ملګرو ان خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوی چې ژوندي پاتې وو، لمده ځکه ژوره يې کړې او ناپاکې اوبه یې څښلې دي.

محمدایوب جان دا هم وايي چې د ایران او پاکستان قاچاقيان خپلو کې تړون لري او په وینا یې، پاکستان ته تلونکي مسافر په ایران او ایران ته تلونکي په پاکستان پلوري.

ايوب جان زیاتوي چې افغان کډوال د موخې هېوادونو کې تر ټولو سخت کارونه کوي؛ خو بیا هم ناوړه چلن او سپکاوي سره مخ وي.

د نوموړي په وینا، لومړیو کې به یې د میاشتې یو میلیون ایراني تومان ترلاسه کول چې ۱۷زره افغانۍ کېږي؛ خو کله چې امریکا په ایران بندیزونه ولګول، نو ۶زره افغانۍ ترې جوړېدې او په خبره یې له دې کبله بېرته افغانستان ته ستانه شول.

محمد ایوب جان همداراز وايي، ډېری افغان کډوال ایراني زندانونو ته وړل کېږي چې بیا یې د مرګ او ژوند درک نه وي معلوم.

هغه ایران ته په خپل تګ پښېمانه دی او وايي، په قاچاقي لارو تللي کس ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي او له نورو افغانانو غواړي چې هېڅ هېواد ته په قاچاقي لارو د تګ لپاره زړه ښه نه کړي.

نوموړی زیاتوي چې د قاچاقي لارو بې‌شمېره کړاوونه، له خپلې کورنۍ بېلوالی او د مرګ خطر په هېڅ لاسته راوړنه هم نه ارزي او په وینا یې تر دې زیاتې او په عزت پیسې خپل هېواد کې تر لاسه کېږي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ د معلوماتو مرکز مشاورې فریحې جبارخېلې سلاموطندار ته وویل، دوی سره لا هم بې شمېره نامنظم کډوال اړیکه نیسي او مشورې ترې غواړي چې څه ډول منظمه کډوالي وکړي.

په همدې حال کې د خوست د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس محمد هاشم حلیم وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله دې وروستیو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د هغو کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې چې په نامنظه کډوالۍ دغو هېوادونو ته تللي وو.

حليم وویل، د نامنظمې کډوالۍ په اړه ټول اړوند اړخونه باید عامه پوهاوی ترسره کړي او زیاتوي چې د کډوالو چارو ریاست به دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ناامنۍ، د کاري زمینو نه موجوديت او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې ډېری ځوانان یې اړ کړي، ترڅو په نامنظو لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

خو د کډوالۍ د معلوماتي مرکز د معلوماتو له مخې، دا چې دې وروستیو کې هېوادونو د کورونا ویروس مخنیوي لپاره خپلې پولې تړلي، افغانستان نه نورو هېوادونو ته په نامنظمې کډوالۍ د تلونکيو کسانو شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام