۲۰ کلن وکیل‌احمد د غور ولایت اوسېدونکی دی چې نږدې ۶میاشتې وړاندې د نیمروز له پولې په ډېرو هیلو سره ایران ته په نامنظمې کډوالۍ روان شو، خو څه موده وروسته د ایراني ځواکونو له لوري نیول کېږي.

دی وايي، له ۱۰شپو او ورځو پیاده تګ، لوږې او تندې، وهلو ټکولو او د قاچاقيانو له سپکاوي وروسته، د ایران د اصفهان ولایت «کاشان» سیمې ته ورسېده.

وکیل‌احمد اصفهان ښار کې یوې ودانۍ کې له ۶میاشتې کار کولو وروسته، کله چې یوه ورځ خپل د اوسېدو ځای ته روان وي، د ایراني پولیسو له لوري ونیول شو.

هغه سلام‌وطندار ته وویل، ایراني پولیسو دی دوه شپې او ورځې له پښو ځړولی و او اوښکې بهوونکی ګاز یې په سترګو ور شیندل شوي دي.

وکیل‌احمد وايي، د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه‌والي او کار کولو لپاره ایران ته تللی و، خو ځکه د دغه هېواد پولیسو ونیوه چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.

دا یوازې وکیل‌احمد نه دی چې د نامنظمې کډوالۍ لوړې او ژورې تجربه کوي، ډېر نور ځوانان هم شته چې ورته ځورونو سره مخ کېږي.

نقیب‌الله د سرپل ولایت اوسېدونکی دی او ۲۵ کاله عمر لري چې دی هم ایران ته په ناقانونه کډوالۍ تللی دی.

ده وویل، درې میاشتې وړاندې د نیمروز له لارې ایران ته روان شو، خو هغه هېواد کې له یوې اوونۍ پاتې کېدو وروسته، د ایراني پولیسو له لوري نیول شوی او بېرته افغانستان ته را ګرځول شوی دی.

نقیب‌الله وویل، کله چې قاچاقي موټر نه ښکته کول، پښه یې موټر نیولې او اوس په سمه توګه تګ نه‌شي کولی.

هېواد کې جګړې، فقر‌ او بې‌کارۍ لامل شوې چې ډېری ځوانان د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره، د نامنظمې کډوالۍ له خطرونو په ډکو لارو سفر وکړي.

دې سره هرات کې مدني فعال جواد عمید د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني پولیسو له نامناسب چلنده نیوکه کوي او وايي، د ایران دولت چې هرکله وغواړي پر افغان حکومت فشار راوړي، نو کډوالو نه د وسیلې په توګه کار اخلي.

په همدې حال کې د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس احمد جاوېد نادم سلام‌وطندار ته وايي، حکومت چې د نامنظمې کډولۍ مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ورکولو کوم پروګرامونه پيل کړي، تر ډېره یې مثبته پایله ورکړې ده.

نادم وویل، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تراوسه، شاوخوا ۳ سوه زره افغانان د اسلام‌کلا بندر له لارې ایران نه په خپله خوښه او په زوره هېواد ته را ګرځول شوي دي.

د هغه په وینا، د اسلام‌کلا بندر له لارې هره ورځ له دوو نه تر ۳ زرو پورې افغانان هېواد ته دننه کېږي چې له دې ډلې ۴۰ سلنه یې په اجباري توګه د ایران دولت له لوري راګرځول کېږي.

په ورته وخت کې هرات کې د ایران کونسلګري ادعا کوي، هغه افغانان چې پرته له اسنادو ایران خاورې ته دننه کېږي، بېرته به را وګرځول شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM د معلوماتو پر بنسټ، دې وروستیو شپږو کلونو کې له هرو درېیو افغانانو یو یې د نامنظمې کډوالۍ تجربه لري چې له دې ډلې ایران د ۴۸ سلنې په درلودو، پاکستان ۳۱، سعودي عربستان ۹ او المان او انګلستان په ترتیب سره د نامنظمې کډوالۍ د موخې هېوادونه جوړوي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام