د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د څو لسیزو جګړو، ناامنیو، وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله شاوخوا ۸ میلیونه افغانان له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي دي.

له هغه وروسته چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د سولې راتلو او د کاري اسانتیاوو برابرېدو ته د خلکو هیلې ډېرې شوې دي.

یوشمېر هغه افغان کډوال چې د جګړو، ناامنیو، اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله له هېواده بهر تلو ته اړ شوي او له سختو او قاچاقي لارو یې ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسولي، د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیل څخه خوښي څرګندوي. دوی وایي، که د سولې خبرې پایله ورکړي او هېواد کې امنیت راشي، چمتو دي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

عتیق‌الله تلاش چې شاوخوا څلور کاله وړاندې په قاچاقي ډول فرانسې ته تللی او دغه هېواد ورته د منل کېدو سندونه ورکړل شوي، د سولې په راتلو سره غواړي خپل پلرني ټاټوبي ته ستون او له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

په همدې حال کې احمد امامي یو بل افغان کډوال دی چې پنځه کاله وړاندې یې ځان د ایران له لارې لومړی ترکیې، بیا یونان او وروسته هم المان ته رسولی، خو اوس په دغه هېواد کې بې‌برخلیکه ژوند کوي، هیله لري چې د سولې له راتلو سره سم بېرته راشي او د هېواد په رغاونه کې ونډه واخلي.

افغانان اوس تر بل هر وخته د سولې روانې پروسې او د استانبول غونډې په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د جګړې پای او د سولې راتلو لپاره هیله‌مند شوي او په دې سره هېواد ته د کډوالو بېرته را ستنېدو احتمال هم ډېر شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان له سولې وروسته د بېرته راستنېدو په نوم یوه داسې پروګرام کار کوي چې د کډوالو د بېرته راګرځېدو د مدیریت څرنګوالی، پر هغوی د ځمکې وېش او د کډوالو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرول په‌کې شاملېږي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر وايي، د سولې له راتلو وروسته به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د یوې هوکړې له مخې، ۴۰ سلنه بېرته راستنېدونکي به د کارموندنې پروګرامونو له لارې او ۴۰ سلنه نور هم د ولسي تړون پروګرام له لارې پر کار بوخت شي. باهر زیاتوي، په جنیوا غونډه کې د افغانستان هغې ژمنې ته یې هم په خپل پلان کې ځای ورکړی چې پر بنسټ به یې۳۰ سلنه بېرته راستنېدونکو ته د کار او همدومره نورو ته د اوسېدو ځای برابروي.

د هغه په وینا، د دغې هوکړې له مخې، د ۴۰ سلنه بېرته راستنېدونکو لپاره د کارموندنې په برخه کې هم مرسته کوي.

د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د کډوالۍ معلوماتي مرکز یا «MRC» وايي چې د نامنظمې کډوالۍ په اړه د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او منظمې کډوالۍ ته د خلکو هڅولو په برخه کې فعالیت کوي.

ومو غوښتل چې له سولې وروسته بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د لاسرسي څرنګوالي پروګرام په اړه په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» نظر هم ترلاسه کړو، خو دغه اداره خبرو کولو ته حاضر نه شوه.

د یادونې ده چې د شاوخوا ۸ میلیونه افغان کډوالو له ډلې چې د څو لسیزو جګړو، ناامنیو او وزګارتیا له امله د هېواد خوشې کولو ته اړ شوي، شاوخوا ۲ میلیونه او ۵ سوه زره یې ایران او ۲ میلیونه او ۳۴۰ زره نور یې هم پاکستان کې اوسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام