د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او پر دغه هېواد د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له یو میلیون ډېر افغانان د اقتصادي ناورین له امله کډوال شوي دي. د راپور له مخې، دغه هېواد کې عواید نشته، د لوږي د زیاتېدو ګواښ په لوړه کچه دی او مالي مرستې هم بندې دي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر پایه له یو میلیون ډېر افغانان یوازې د افغانستان سویل لوېدیځ ته کډوال شوي دي. مرستندویه ادارې ویلي چې هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې افغانان ایران ته ورځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نيويارک ټايمز ویلي، ډېری دغه کډوالي د اقتصادي ناورین له امله رامنځته شوې خو د اسلامي امارت اقدامات لکه پر ښځو د محدویدتونو وضعه کول او د مجازاتو وېره له هېواد څخه د وتلو بیړنی حالت زیات کړی دی.

د افغان کډوالو د موضوعاتو څیړونکی ډیویډ منسفیلډ ویلي چې له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته د کډوالۍ کچه ​​د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره زیاته شوې ده.

راپور کې ټینګار شوی چې له افغانستان څخه د مهاجرت زیاتوالي، په ټوله سیمه او اروپا کې ځینې ګواښونه رامنځته کړې او دا ویره شته چې په ۲۰۱۵ کال کې د میلیونونو سوري وګړو د مهاجرت کړکېچ تکرار شي. راپور وايي چې د پسرلي په رارسېدو او د لارو په اسانه کېدو سره د دغه بهیر د لوړېدو امکان شته.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې په سیمه کې د افغان کډوالو د ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان او کوربه هېوادونو سره د یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام