یوشمېر افغانان چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له قاچاقي لارو له هېواده وتلي، وايي چې د بهرنیو هېوادونو پر پولو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي، د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري نه یوازې وهل ټکول کېږي، بلکې د مرمیو په ویشتلو یې اړ باسي چې بېرته راوګرځي.

یو افغان نقیب‌الله ولولجي چې د طالبانو له راتګ وروسته یې هېواد پريښی او غواړي د ایران له لارې ترکیې ته ولاړ شي، وايي چې د ترکیې پر پولې د دغه هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري وهل شوی او درې ځله یې بېرته ایران ته را ګرځولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یو بل افغان اسلام‌الدین خیرخواه چې د تېر حکومت د ملي دفاع وزارت کارکوونکی و وايي، له قانوني لارو یې بهرنیو هېوادونو ته د تګ وسه نه لرله او په وینا یې، قاچاقیانو هم په چل او پیسو اخیستلو سره نه دي توانېدلي چې له پولې یې واړوي.

د خیرخواه په وینا، قاچاقیان له موټرچلوونکو سره لاس یو کړی او کډوال غلو ته سپاري. هغه زیاتوي چې غله او نور کسان له نارینه‌وو نه د پیسو غوښتلو په موخه د هغوی ښځې نه یوازې یرغمل کوي، بلکې ځوروي یې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې مخکې پر بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی و چې ترکي ځواکونو افغانان دومره وهلي ټکولي چې ان د یوشمېر هغو هډوکي هم مات شوي دي.

دغه سازمان له کډوالو سره دا ډول چلن د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی او ټینګار یې کړی چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام