د هرات ښاروالي له څوارلس میلیونه افغانیو ډېر عواید را ټول کړي

په هرات ښار کې یو میوه‌ پلورونکی غلام‌نبي وايي چې ښار زموږ خپل کور دی او ټول مسوولان او خلک یې د ساتلو مسوولیت لري.
هغه چې تازه د خپلې هټۍ مالیه د هرات ښاروالي ته ورکړې، د دغې ادارې له مسوولانو غواړي چې را ټولې شوې پیسې پر ښاري خدمتونو ولګوي.

د بهرنیو هېوادونو پر پولو د افغان کډوالو وهل کېدل

یوشمېر افغانان چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له قاچاقي لارو له هېواده وتلي، وايي چې د بهرنیو هېوادونو پر پولو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري نه یوازې وهل ټکول کېږي، بلکې د مرمیو په ویشتلو یې اړ باسي چې بېرته راوګرځي. یو افغان نقیب‌الله ولولجي چې هېواد یې پريښی او غواړي ترکیې ته ولاړ شي، وايي چې د ترکیې پر پولې پوله‌ساتو ځواکونو وهلی او درې ځله یې بېرته را ګرځولی دی.

هېواد کې د ګوزڼ واکسین پروسه درې اوونۍ وروسته پیلېږي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې درې اوونۍ وروسته به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پروسه پیل شي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بهیر کې به د هغو ۳،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون چې مخکې یې واکسین نه و کړی، ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.