د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالي په اویمه کلا او خواجه موسای سیمو کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظرمحمد څو کاله له طالبانو سره جګړه کړې ده. نوموړي په دې جګړه کې د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي دي. هغه اوس په ترکیه کې کډوال دی او د خپل پاڅون او د طالب ډلې د ګواښونو په اړه دردوونکې کیسې لري. د نظرمحمد په خبره، طالبانو یې د ورونو په ګډون، د کورنۍ څو غړي ور وژلي او کور ته یې هم اور اچولی دی.

د نوموړي په وینا، هغه مهال چې له طالبانو سره پر جګړه بوخت و، دښمن اړ ایسته چې دنده او هغه سیمه پرېږدي چې دی په‌کې واکمن و. طالبان بالاخره په ۱۳۹۵ کال کې د نظرمحمد پر پوستې برید کوي، څو سرتېري یې ور وژني او دی هم په دې جګړه کې ټپي کېږي.

نظرمحمد په دې نښته کې چې درې‌-‌څلور ځایه په‌کې ټپي کېږي، شپږ ساعته په کلابندۍ کې تېروي. د هغه په خبره، د حکومت مرکزي او محلي ادارې د دوی د ژغورلو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. نوموړی چې ټپي هم دی، له شپږ ساعته کلابندۍ وروسته له یوه خپل سره اړیکه نیسي او د هغه په مرسته د جګړې له ځایه تښتي.

نظرمحمد که څه هم څه موده د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په روغتون کې تېروي، خو د ده په وینا، هلته هم د مرګ ګواښونه ورته کېږي او بیا د درملنې لپاره یې کابل ته بیايي. هغه وايي، د افغانستان ډاکټران د ده سختو ټپونو ته په کتو پرېکړه کوي چې دواړه لاسونه یې پرې کړي، خو نږدې خپلوان او ملګري یې چې په ترکیه کې دي، هلته له ترکي ډاکټرانو سره اړیکه نیسي او بالاخره دی هم په بیړه ترکیې ته لېږدول کېږي. اوس چې د نظرمحمد لاسونه جوړ شوي، ترکي ډاکټران اجازه نه ورکوي چې سخت کارونه وکړي. د هغه د معلولیت کچه له ۵۵ سلنې ډېره ښودل شوې ده.

نظرمحمد چې اته بچیان لري، وايي چې ورځنی عاید یې له صفر نه ټیټ دی او نه شي کولای د خپلو بچیانو د ښوونځي او ژوند نور لګښتونه ورکړي. هغه خپلو څو بچیانو ته چې اوس یې په افغانستان کې له پلار او مور سره پاتې دي، هم نه شي کولای د جیب خرچه ور ولېږي.

هغه له یوه کال راهیسې د رغېدو له کبله د کډوالۍ حق له لاسه ورکړی او د ترکیې دولت په پېژندپاڼې سره چې ډېر کلنی لګښت پرې راځي، ژوند کوي. نظرمحمد وايي، اروپا ته د تګ حق ترې اخیستل شوی او خپل هېواد افغانستان ته هم نه شي تللی. نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي: «ستونزې بېخي ډېرې دي، نه اروپا ته تللی شم او نه هم اسیا ته. یوازې دلته راغلم او پاتې شوم.»

دغه افغان کډوال وايي چې له یوه کال راهیسې یې د ترکیې دولت او د کډوالۍ سازمان له لوري هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

دغه ولسي پاڅونوال چې له شلو کلونو ډېر عمر یې د هېواد په دفاع او د افغان دولت په ملاتړ کې تېره کړې وايي، له هغې ورځې راهیسې چې د ترکیې دولت او د کډوالۍ سازمان پرې مرستې بندې کړي، یوه ټوټه ځمکه چې له پلاره ورته پاتې وه، پلورلې ده.

د دغه ټولو ستونزو تر څنګ، په ترکیه کې د نوي سافټویر په لګېدو سره چې د کورونا ویروس د تشخیص لپاره فعال شوی، د نظرمحمد په څېر له ګڼو کډوالو یې کاري فرصتونه اخیستي دي. د ترکیې دولت هغو کسانو ته له یوې سیمې بلې ته د تګ‌راتګ اجازه نه ورکوي چې دغه سافټویر ونه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام