د کډوالو نړیوال سازمان وايي، ۲۰۲۱ کال د افغانانو لپاره د کډوالۍ په برخه کې له کړاوه ډک و چې په دغه کال سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي، ګن‌شمېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ او تر یوه میلیونه نور بیا له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوې دي.

دغه سازمان پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ۲۰۲۱ کال چې نن یې وروستۍ ورځ ده، په سلګونه زره افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او یا هم له هېواده بهر د کډوالۍ له ناخوالو سره مخ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو نړیوال سازمان رییس انتونیو ویتورینو میاشت وړاندې ګواښ کړی وو چې افغانستان کې دوامداره جګړې، بې‌وزلۍ، او ناوړه اقلیمي شرایطو دغه هېواد پاشلتیا ته برابر کړی او که چېرته دې برخې ته جدي پام ونه‌شي، په دغه هېواد کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت له راتلو وړاندې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کسانو په اړه وايي چې د ۲۰۲۱ کال تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمېر څه باندې ۲۵۰زره ته رسېده چې ورسره د ټولو بې‌ځایه شویو شمېر درې نیم میلیونو ته ورسېد.

بل‌خوا د بشري حقونو نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې که څه هم افغانستان کې اوس امنیت خوندي دي، خو د نوموړې په وینا، لوږې د میلیونونو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د اسلامي امارت د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په کور دننه شاوخوا یو میلیون کسان بې‌ځایه شوي او د یوه پلان له مخې به پر دغو بې‌ځایه شویو بېړنې مرستې ووېشل شي.

اسلامي امارت له دې وړاندې هم د یو‌شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د جګړو له امله له ولایتونو راغلې ګڼ‌شمېر کورنۍ له کابل څخه بېرته خپلو ولایتونو ته ولېږدولې او له دغو کورنیو سره یې نغدي او د توکو مرستې هم وکړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې له جګړو او تاوتریخوالي سربېره، زرګونه کورنۍ د وچکالۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په هیله، له یوې سیمې بلې سیمې ته ګډه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام