د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۵ کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۱۴۷۳ شکمنې نمونې کتل شوي چې له ډلې یې په ۲۲ ولایتونو کې د ۲۵۴ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د عامې روغتیا وزارت په راپور کې لیکل شوي چې په یاده موده کې ۳۸ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۳ کسان په هرات او ۲ هم په بلخ ولایتونو کې د کورونا له امله مړه شوي دي.

راپور ښيي چې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ټول‌ټال ۵۰ زره او ۴۵۶ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې ۲ زره او ۳۷ هغو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ زره او ۷۲۴ نور یې بېرته رغېدلي دي.

روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۷۷ زره او ۸۳۱ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې بیا له ۷۵ میلیونه او ۳۶۰ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له یو میلیونه او ۶۷۰ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۵۲ میلیونه او ۹۲۸ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل او روسیه هغه هېوادونه دي چې د نړۍ په کچه په‌کې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. کورونا ویروس په امریکا کې تر ټولو ډېر کسان مړه کړي دي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام