Asset 1SWN

امریکا په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو پر بېرته پرانېستل کېدو غور کوي

666006

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د راپور  پر بنسټ، امریکا غواړي په افغانستان کې د احتیاط په پام کې نیولو سره د خپلو کونسلګریو د بېرته پرانېستل کېدو په اړه څېړنې وکړي. امریکا غږ دغه خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي سند د جزیاتو پر بنسټ ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې رسنۍ په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوې تګلاره کې چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې لاسلیک شوې، د کونسلګري خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ملاتړ او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

یادې رسنۍ زیاته کړې: «له ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي مرستې، د افغانستان دننه امریکايي وګړو ته د سیمه‌ییزو اړیکو او کونسلګري خدمتونو وړاندې کول او له هغو افغانانو سره مرسته کول شامل دي چې امریکا ته د کډوالۍ اراده لري.»

که څه هم امریکا په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته له سرپرست حکومت سره په مستقیم یا نامستقیم ډول اړیکې ساتلي، خو دا لومړی ځل دی چې پر داسې تګلارې غور کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له امریکا مخکې چین، ترکیې، پاکستان، ایران، هند، قطر، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو له ا.ا سره راشه درشه پاللې او ځینو هېوادونو خو یې سفیران او کونسلګران هم منلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام