Asset 1SWN

د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ افغانستان کې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار وشو

Echo-meeting1-q16oiz4l8kt9y91uttn5h2vgtpgnzc6dp03t2yvqtk

سږ کال د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۶مه غونډه پرون د افغانستان له استازي پرته د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوه او نن یې دویمه ورځ وه.

د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سږنۍ غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو او د افغانستان له لارې د ازبکستان‌ـ‌‌پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې په اړه بحث شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د سیاسي ستونزو له کبله افغانستان ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې، خو هېواد کې د اقتصادي پروژو پلي کېدو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي. د هغه په وینا، اسلامي امارت د هغو پروژو د امنیت ټینګښت ته تیار دی چې له افغانستانه تېرېږي.

په ورته وخت کې د سټراټېژیکو مطالعاتو څېړونکی شمشاد عزیز کاظمي وايي، د اکو سازمان سږنۍ غونډه کې پر امنیت، ترهګرۍ، افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت جوړېدو او د غړیو هېوادونو د اقتصادي پرمختیا په اړه خبرې کړې او په ورته غونډو کې د افغانستان د استازي نه‌ ګډون به هېواد لا منزوي کړي.

خو د پوهنتون استاد او د نړیوال اقتصاد څېړونکی بهمن یوسفي بیا وايي، اکو سازمان د غړیو هېوادونو د اقتصادي پرمختیا په موخه جوړ شوی چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او په دې غونډه کې یې د استازي ګډون کولای شي د هېواد پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي.

د نړیوال سیاست څېړونکی نذیراحمد رزاقي بیا وايي، اسلامي امارت باید په نړیوالو غونډو کې د ګډون او په رسمیت پېژندل کېدو لپاره د خلکو زړونه لاس ته راوړي او د خلکو او حکومت ترمنځ باید روغه وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه داسې مهال د افغانستان له استازي پرته جوړېږي چې د جمهوري اسلامي نظام په ړنګېدو سره د هېواد اقتصاد ټکنی شوی په او اقتصادي برخو کې پانګونې ته اړتیا ډېره شوې ده.

اکو چې د سیمې په کچه یو اقتصادي سازمان دی، د سیمې د اقتصادي ودې او فرهنګ‌‌پالنې په موخه په ۱۹۸۵ کال کې جوړ شوی او افغانستان یې په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې غړیتوب اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام