سره له دې چې نړیوالې ټولنې او د سیمو هېوادونو په تېر څه باندې یوه کال کې د ګڼو غونډو پر مهال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی، خو لا یې هم د بڼې په اړه لازم جزیات نهدي ورکړي.
همدا تېره ورځ په روسیه کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د ټولشموله حکومت جوړولو برخه کې پر خپلې ژمنې عمل نهدی کړی او همدا لامل دی چې د مسکو فارمټ غونډې ته یې استازی نهدی وربلل شوی.
سیاسي فعالان او د چارو شنونکي هم نیوکه کوي چې نړیواله ټولنه خپل شرط نه روښانوي او نه یې هم افغانستان کې د تلپاتې ثبات راتلو لپاره له زړه کار کړی دی.
سیاسي فعال همایون خیري وايي: «کله چې ویل کېږي حکومت باید پراخبنسټه وي، دا د طالبانو منځ کې هم کېدای شي، څرنګه چې دوی هم ادعا کوي چې د قومونو له اړخه ټولشموله دي، خو دا ستونزه نه حل کوي. د افغانستان ستونزه باید په حقیقي ډول د یوه نظام له لارې د قومونو په ګډون تضمین شي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت باید د ولس د اردې پر بنسټ جوړ شي، خو په وینا یې، افغانان یو رښتینی سیاسي بهیر نه لري.
شنونکي یوسف امین ځاځی او میرویس اشفته وايي:
«ما تر اوسه داسې ځواک نهدی لیدلی چې د خلکو د حق دفاع وکړي. کله چې داسې ځواک نه وي، یوشمېر هغو کسانو ته فرصت په لاس ورځي چې په تېرو ۴۳ کلونو کې مو ولیدل چې هېواد کې یې څه ونه کړل.»
«دا پخوانیو څېرو ته د طالبانو شین څراغ و چې د کابل هوايي ډګر کې یې تود هرکلی وکړ. د دې لپاره باید بنسټیزه هڅه وشي چې افغان ملت د خپل برخلیک ټاکلو لپاره میدان ته راووځي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړولو په اړه د نړیوالو پر فشارونو سربېره، تر اوسه په دې برخه کې هغسې ګامونه نهدي اوچت کړي چې نړیواله ټولنه یې تمه لري، خو تل یې ټینګار کړی چې حکومت یې ټولشموله دی.