د هند او فرانسې ولسمشرانو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري ناورین او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دواړو ولسمشرانو ټینګار کړی چې د سولهییز،امن او باثباته افغانستان څخه ملاتړ کوي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په دغې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې او د ښځو، ماشومانو او د لږکیو حقونو ته پر درناوي یې ټینګار کړی دی.
د دواړو هېوادونو مشرانو زیاته کړې، د افغانستان حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
هغوی ویلي، نه باید د افغانستان خاوره د نړۍ د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او دغه دواړه هېوادونه به په دې برخه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره همکاري وکړي.
له دې مخکې هم د یو شمېر هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د بشري حقونو او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او دا یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو شرط بللی دی، هغه شرط چې د دوی په وینا، تراوسه اسلامي امارت نه دی پوره کړی.
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د اسلامي امارت مسوولان ټینګار کوي چې اوسنۍ حکومت ټولشموله دی او افغانان له خپلو ټولو حقونو څخه برخمن دي.