Asset 1SWN

سلام وطندار

دلاور: اسلامي امارت ټول‌شموله دی، خو نړۍ فسادشموله حکومت غواړي

a4f722e91061c866a6eee2a1bd4b663b-pc6apmbyy6axb0kdt0s3sk9j1dzzisk8vc0sch803s

یو طالب چارواکي شهاب‌الدین دلاور نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست پېژندلو په غونډه کې وویل چې نړۍ په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت غواړي، خو د نړۍ د خوښې وړ حکومت فسادشمول، غاصب‌شمول او اختطاف شمول دی. هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت ټول‌شموله دی.

دلاور وايي، امریکا شل کاله مخکې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په پلمه افغانستان ته راغله، خو اوس پوښتنه دا ده چې امریکایانو کوم مجرم او ترهګر نیولی یا یې وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له امریکا او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

دغه لوړپوړی طالب چارواکی داسې مهال د ټول‌شمولیت خبرې کوي چې له نږدې دوو میاشتو راهیسې پر افغانستان واکمن دي، خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام