د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که اسلامي امارت تمه لري چې د مشروعیت ترلاسه کولو په اړه یې غور وشي، باید امریکايي تقاعد شوی سرتېری مارک فریریچز ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

بایډن په یوې وینا کې ویلي چې فریریچز دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۰ د جنورۍ په ۳۱ نېټه افغانستان کې تښتول شوی او د اسلامي امارت په بند کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې مارک یوه لسیزه افغانانو سره مرسته کړې او هېڅ تېروتنه ترې نه ده شوې، خو له دې ټولو سره بیا هم دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت هغه په بند کې ساتلی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې امریکايي وګړو او بې ګناه ملکیانو ته امنیتي ګواښونه د منلو نه دي او د دوی برمته کول، یو بزدلانه عمل دی. بایډن همداراز ویلي چې که اسلامي امارت تمه لري، مشروعیت ترلاسه کړي او رسمیت پېژندنې باندې یې غور وشي، باید مارک خوشې کړي.

ولسمشر بایډن په دغه وینا کې هغو ټولو امریکایانو ته چې له هېواده بهر په ناسم ډول نیول شوي او یا هم برمته شوي دي، ژمنه وکړه چې تر هغو به د امریکا حکومت خپلې هڅې کوي، څو دغه امریکایان یې خپلو کورونو ته نه وي ګرځولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي چې له اسلامي امارت سره په هره ناسته کې د مارک خوشې کولو په اړه خبرې شوي او د نوموړي ازادول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام