د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې نن په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د شپاړلس ورځني کمپاین په مناسبت جوړه شوې غونډې پر مهال په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د افغان ښځو د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغاستان کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه‌لیک د پلي کېدو څرنګوالی وڅاري او له افغان مېرمنو سره د هغوی حقونو ته د رسېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې اجرايوي رییسه جمیله ساپۍ وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اوسنیو سختو شرایطو کې د یاد پرېکړه‌لیک پلي کېدل وڅاري، کنه ښځې به په دغه نړیوال سند کې له تصویب شویو حقونو څخه بې‌برخې پاتې شي.

د ښځو حقونو فعالانو د اسلامي امارت له مسوولانو هم وغوښتل چې نه یوازې د مېرمنو شرعي حقونه ورکړي، بلکې د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې دې وڅېړي او په ټولو ولایتونو کې دې اړوندې څارنوالۍ هم فعالې کړي.

د هر ډول تاوتریخوالي او توپیري چلن مخنیوي په اړه د پوهاوي کچې لوړول، د نجونو پر وړاندې د ښوونیزو مرکزونو پرانېستل، د کورني تاوتریخوالي او د نجونو د پلور مخنیوی او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو محاکمه او ورته سزا ورکول د دغو ښځو هغه نورې غوښتنې وې چې په یاده خبري ناسته کې یې وکړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمپاین هر کال په ټوله نړۍ کې د شپاړلسو ورځو لپاره د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر لسمې پورې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د پوهاوي کچې لوړولو په موخه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام