د افغان ښځو د پیوستون بنسټ نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال، یو ځل بیا د حکومت جوړښت کې د ګډون غوښتنه وکړه.

د افغان ښځو د پیوستون بنسټ غړې مژګان یوسفزۍ وايي، په داسې حال کې چې مخکیني نظام کې ښځو ته په نمایشي ډول د هغوی حقونه ورکول کېدل، نو اسلامي امارت باید دې برخه کې جدي پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مېرمن یوسفزۍ په وینا، اسلامي امارت دې د خوندي چاپیریال په رامنځ‌ته کولو سره، د حکومت جوړښت کې د ښځو د ګډون لپاره شرایط برابر کړي.

د افغان ښځو د پیوستون بنسټ اجرايي مشره تاجور کاکړ وړاندیز وکړ چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو لپاره دې دوه ښځینه مرستیالانې وټاکل شي. هغې وویل، د ښوونځیو لومړنۍ دوره دې هم ښځینه ښوونکو ته ورکړل شي، څو زده‌کوونکو ته تدریس وکړي.

د مېرمن کاکړ په وینا، کومې پروژې چې د مېرمنو د وړتیاوو لوړولو لپاره پلي کېږي، باید د ښځو له لوري مدیریت کړل شي. وموغوښتل په دې اړه د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې اسلامي امارت د حکومت په چوکاټ کې د ښځو پر ونډې او ګډون ټینګار کوي، خو څه موده وړاندې او د سرپرستې کابینې په اعلان سره، د ښځو چارو وزارت له منځه یوړل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام