Asset 1SWN

سلام وطندار

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او کارکوونکو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ ده

MSF-12-pzx8mhf685fjgtojm7wvve7xsj24kr2eq8cpovd6yw

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هېڅ رسمي ضمانت نشته چې دغه سازمان له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په وینا، ګڼ‌شمېر هغه ښځې چې له دغه سازمان سره کار کوي، ناهیلې شوي او د راتلونکې په اړه وېره لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغانستان کې یې د ښځینه کارکوونکو کچه له ۵۱ سلنه لوړه ده او دا ښځینه چې نږدې ۹۰۰ ډاکټرانې، نرسانې او نورې کارکوونکې په‌کې شاملې دي، اوس له دغه سازمان سره کار کوي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت بندیز په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان یوې کارکوونکې فرزانې ویلي: «په روغتون کې موږ ډېرې ښځینه ناروغانې لرو. کله چې ناروغېږي یا زېږون ته اړتیا پیدا کوي، باید د تلو لپاره یو ځای ولري. که اسلامي امارت د ښځینه‌وو د کار مخه ونیسي، هېڅوک نه‌شي کولای هغوی وساتي او پام پرې وکړي.»

یاد سازمان زیاته کړې چې د یوې ښځې سلامتیا د هغې د ټولې کورنۍ پر سلامتیا اغېز کوي او که له زېږون وړاندې او وروسته خدمتونو ته لاسرسی ونه لري، د ماشومان ژوند هم له ګواښ سره مخامخ کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان تر دې مخکې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌ کارکوونکو پر کار بندیز سخت غندلی و. دغه سازمان پر افغان ښځو د اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه «له ټولنیز ژوند څخه د ښځو لرې کولو» په مانا بللي دي.

د اقتصاد وزارت څه موده مخکې د یوه مکتوب په خپرولو سره په ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌ کارکوونکو کار وځنډاوه. د اسلامي امارت دا پرېکړه په ملي او نړیواله کچه وغندل شوه او یوشمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه هم وځنډول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام