Asset 1SWN

یان اګلنډ: پر ښځینه کارکوونکو بندیز به ۱۴میلیونه افغانان اغېزمن کړي

i-3j4shtx-X2

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له یو‌شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي. نوموړي په دې کتنو کې د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو ټينګار کړی دی.

د ناروې د کډوالو شورا مشر همداراز پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په پوهنتونونو او نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیز به ۶۰۰زره ماشومان له زده‌کړو محروم کړي او ۱۴ میلیونه افغانان به یې تر  اغېزو لاندې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقتصادي چارو کارپوه نصیراحمد رشتیا وايي، هیله‌مندی دی چې دغه شمېرې د واقعیتونو پر بنسټ وي او سیاسي اړخ ونه‌لري. د نوموړي په وینا، هېواد کې روان اقتصادي وضعیت اندېښمنونکی دی، خو زیاتوي چې دغه وضعیت د تېرو کلونو پایله ده.

بل‌خوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا د ناروې د کډوالو شورا له لوري خپرې شوې شمېرې ناسمې بولي او په وینا یې، بې‌وزلۍ لامل شوي چې ټولنه کې د وزګارتیا  لوړه کچه لامل شوې چې وزګارتیا ډېره شي.

نوموړي وویل: «هغه شمېرې چې وړاندې شوي، موږ یې نه تاییدوو. د بې‌وزلۍ ډېرېدل د کار نشتون له امله دي چې کورني او بهرني عوامل لري. نړیواله ټولنه د ملګروملتونو د تګلارو پر خلاف خپلې مرستې سیاسي کوي.»

په ورته مهال  د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو څېړونکی بهمن یوسفي افغانستان کې روان ناوړه بشري وضعیت ته په اشارې سره وايي چې د نړیوالو بنسټونو له لوري خپرې شوې شمېرې رښتینې او د څېړنو پر بنسټ دي.

د نوموړي په وینا، نړیواله بنسټونه خپلې شمېرې په کره توګه خپروي او هوايي نه غږېږي. د بهمن یوسفي زیاتوي چې له خپرو شویو شمېرو پرته افغانستان کې روان وضعیت له ناورین ډکه دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده وروسته له هغې چې اسلامي امارت په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، هېواد کې یو‌شمېر مرستندویه بنسټونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. د یادو موسسو د فعالیتونو ځنډېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام