Asset 1SWN

سلام وطندار

نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز؛ یوناما: د ښځو د حقونو ښکاره نقض دی

image1170x530cropped

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د اسلامي امارت هغې پرېکړې ته تند غبرګون ښودلی چې له مخې یې په دغه هېواد کې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

یوناما د اسلامي امارت د یادې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د ښځو د حیاتي نقش له پامه لوېدل بللې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف شنبه شپه د مرغومي درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه د اسلامي امارت دې پرېکړې ته ژوره اندېښنه ښودلې ده.

الاکبروف ویلي چې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د ښځو د ژوند په هره برخه کې د دوی د حیاتي حقونو ښکاره نقض دی.

دا په داسې مهال دی چې بېګاه ناوخته د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په نادولي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

په دغه مکتوب کې راغلي چې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعت او د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو د نه پام له امله جدي شکایتونه شوي دي.

د اقتصاد وزارت دغه مکتوب کې زیاته کړې چې د خپل مسوولیت ترسره کولو په موخه ټولو غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته لارښوونه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دغه امر د ځنډولو په صورت کې به د موسسې جواز لغوه کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام