Asset 1SWN

سلام وطندار

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته د اسلامي امارت د ځینو چارواکو غبرګون

ننګرهار-نجونې-۲-1024x597

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي پر وړاندې د را پارېدلیو غبرګونونو په دوام، د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو هم له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني پر ټویټر د قلم ارزښت کمېدو او په دې برخه کې د چوپتیا په اړه څو بیتونه لیکلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همداشان، د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني چې تر دې وړاندې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر و او وخت‌ناوخت به یې د پوهنتونونو او محصلانو په اړه پارېدونکې خبرې کولې، پر ټویټر لیکلي، که په لوړو زده‌کړو کې تشه پیدا شوه، ډکول به یې د نظام لپاره ستونزمن وي.

د دې ترڅنګ، د زابل امنیه قوماندان صلاح‌الدین ایوبي د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه ټینګار کړی چې ټولو ته د زده‌کړو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت مسوولیت ګڼل کېږي.

هغه همداراز د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي برخه کې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي او همایون خیري په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«دا روښانه شوه چې طالبان د چا خبرو ته غوږ نه نیسي؛ نه افغانانو او نه اسلامي نړۍ ته. اوس د دې وخت دی، هغه طالبان چې له دې پرېکړې سره مخالف دي، په یوه غونډه کې دې په څرګند ډول ووايي.» «طالبان هر یو په خپله سلیقه کار کوي او دا د ورته موضوعاتو په اړه د طالبانو نه یووالی ښيي.»

بله‌خوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ویلي چې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د اسلامي امارت پرېکړه شرعي او منطقي نه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز پراخ ملي او بهرني غبرګونونه را پارولي دي. یوشمېر زده‌کړیالانو نن په ځینو ولایتونو کې د دې پرېکړې په غبرګون کې لاریونونه وکړل او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د دې ترڅنګ، د کابل پولیتخنیک پوهنتون زده‌کړیالانو هم د دې پرېکړې په غبرګون کې اعتراض کړی او خبرداری یې ورکړی، که نجونو ته د زده‌کړو اجازه ور نه کړل شي، دوی به هم خپلو ټولګیو ته ولاړ نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام