د ملي پراختیا شرکت: ادارې او سکتورونه له موږ ۱۸،۴میلیارډ افغانۍ پوروړي دي

د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن شنبه د وري ۲۶مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دغه شرکت به روان ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۸۲ پروژې پلې کړي.

په دغه خبري ناسته کې د ملي پراختیا شرکت چارواکو د تېر یوه کال لاسته‌راوړنې او د راتلونکي کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته د اسلامي امارت د ځینو چارواکو غبرګون

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي پر وړاندې د را پارېدلیو غبرګونونو په دوام، د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو هم له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني پر ټویټر د قلم ارزښت کمېدو او په دې برخه کې د چوپتیا په اړه څو بیتونه لیکلي دي.

اشرف غني: له ملي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت ناشونی دی

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ویلي، افغانان اوس په دوو کې راګیر دي او د پخوانیو تېروتنو تکرار او پر انحصار تکیه به افغانستان کې یو ځل بیا د جګړې اور تازه کړي. مخکیني ولسمشر زیاته کړې چې افغانان په سختو شرایطو کې د نوي کال د راتلو شاهدان دي.

د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: خبریال باید خپله ورځ زندان کې ونه نمانځي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، د اسلامي امارت له لوري د طلوع نیوز د درېوو کارکوونکو نیونه ناقانونه عمل دی. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نن د خبریال ملي ورځ ده، خو بهرام امان په زندان کې دی او خبریال باید خپله ورځ په زندان کې ونه نمانځي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سبا د یوه پلاوي په مشري کابل ته راځي

ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت مشاور موید یوسف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په یوه دوه ورځني سفر سبا «سه‌شنبه» کابل ته راشي. د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه پلاوي د یاد سفر موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه او د افغانانو د اړتیاوو څېړنه ده.