د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن شنبه د وري ۲۶مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې یوشمېر ادارې او سکټورونه له دغه شرکت څخه شاوخوا ۱۸،۴ میلیارډ افغانۍ پوروړې دي.

د ملي پراختیا شرکت د بنايي چارو رییس عبدالله احمدزي د یادې ادارې د کلني راپور وړاندې کولو په اړه جوړې شوې خبري غونډه کې له خپلو پوروړو غوښتنه وکړه چې د یاد شرکت پورونه ادا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالله احمدزي زیاته کړه چې دا مهال یو‌شمېر ادارې او سکټورونه له دغه شرکت څخه ۱۸،۴ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي. هغه پر پوروړو غږ وکړ چې د اسلامي امارت له مشرانو او مالیې وزارت سره په همغږۍ دې دغه پورونه ادا کړي.

د ملي پراختیا شرکت د بنايي چارو رییس عبدالله احمدزي دې خبري ناستې وویل چې د یادې ادارې د ۶۰۰ پروژو چارې د بودیجې کمښت له کبله ولاړې دي او له اړوند ادارو او سکټورونو یې غوښتنه وکړه چې د دغو پروژو برخلیک معلوم کړي.

نوموړي زیاته کړه هغو ادارو چې له ملي پراختیا شرکت سره یې تړون کړی، باید د خپلو پروژو برخلیک روښانه کړي او په وینا یې، که دغه پروژې همداسې پاتې وي، دوی له مالي اړخه زیانمن شي.

 یادې خبري ناستې ته د وینا پرمهال عبدالله احمدزي وویل چې روان کال کې به ۸۲ هغه نیمګړې او سترې پروژې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري چې له تېرو کلونو نیمګړې پاتې دي.

د نوموړي په وینا، دوی پلان کې لري چې سږکال د سترو پروژو د بشپړولو په لړ کې د قوش‌تېپې کانال، د کمال خان د کانالونو او نمک‌اب کانال په بشپړه توګه ورغوي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

د ملي پراختیا شرکت د بنايي چارو رییس عبدالله احمدزي وویل: «د توري بند رغول، د شفلوغ بند رغول او د جمنازیمونو رغول دي چې ورته نورې پروژې به هم د ۱۴۰۲ کال په لړ کې دا ۸۲ پروژې بشپړېږي او مالکینو ته به یې سپارل کېږي.»

په ورته مهال د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالولي عادل د یاد شرکت د تېر کال د لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه جوړې شوې خبري ناسته کې وویل چې تېر کال یې هېواد کې ۸۳ پروژې پلي کړي دي.

عبدالولي عادل زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت تېر ۱۴۰۱ کال کې د ۹۳ پروژو چارې پیل کړې وې چې له ډلې یې ۸۳ هغه بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال همداراز وویل چې روان کال به د ۷۲ هغو پروژو چارې بېرته پیل کړي چې هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله په ټپه درېدلې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو له کبله هېواد کې د ګڼ‌شمېرسترو پروژو چارې نیمګړې او بې‌برخلیکه پاتې دي.

ډېری دغه پروژې د نړیوال پراختیايي او نړیوال بانک له لوري تمویلېدې چې تر دې مهاله یې د چارو بېرته پیلېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام