Asset 1SWN

«د چاپېریال ساتنې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ۳۲ پروژو چارې په ټپه ولاړې دي»

اداره_ی-ملی-حفاظت-محیط-زیست-qainggq4gmj39cusiffb9zr61o2yujfc1h97jd1408

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو نن ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې اوس د چاپېریال ساتنې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ۳۲ پروژو چارې چې په افغانستان کې روانې وې، په ټپه ولاړې دي.

د دوی په وینا، که څه هم افغانستان د ګل‌خانه‌یي ګازو د خپرېدو برخه کې کمه ونډه لري، خو بیا هم په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له اړخه شپږم اغېزمن هېواد دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ادارې مسوولان وايي چې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو له کبله یې د نړیوالې ټولنې د پروژو پلي کېدو په اړه هڅې بې‌پایلې وې، خو بیا هم له نړۍ تمه لري چې د سیاسي مسایلو له په پام کې نیولو پرته دا پروژې پلې کړي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین د دغو پروژو په اړه چې چارې یې په ټپه ولاړې دي، وايي: «یوازې د اقلیم صندوق شاوخوا څوارلس پروژې ځنډېدلې دي. د چاپېریال ساتنې د نړیوالو اسانتیاوو پنځلس پروژې، د جوړېدو صندوق هم دوه پروژې؛ یعنې اوس ټول‌ټال ۳۲ پروژې ځنډېدلې دي.»

په همدې حال کې د د چاپېریال‌ ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان ادعا کوي چې په تېر یوه کال کې یې د چاپېریال ساتنې له ګڼو نړیوالو کنوانسیونونو سره اړیکې نیولي او په پایله کې یې توانېدلي چې د دوو ځنډېدلیو پروژو د پلي کېدو لپاره نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي او د ۳۰ میلیونه ډالرو ژمنه ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي: «په تېر یوه کال کې وتوانېدو چې د چاپېریال ساتنې د اسانتیاوو له صندوق څخه د ۳۰ میلیونه ډالرو مالي ژمنه ترلاسه کړو.»

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولان په تېرو کلونو کې پر افغانستان د جګړه‌ییزو وسایلو او بمونو کارېدل په هېواد کې د اقلیمي بدلون یوه لامل بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې افغانستان ته غرامت ورکړي.

دا داسې مهال ده چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته د مشروع حکومت نه لرلو له کبله په مصر کې د اقلیمي بدلون په نړیوال غونډه کې له ګډون څخه بې‌برخې و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام